د بريتانيا پارلمان غړې په بريد کې ووژل شوه

د انځور حقوق PA
Image caption پوليس وايي اغلې کاکس د ليډز روغتون ته لېږدول شوې ده

د بريتانيا د پارلمان غړې د انګلستان شمال په برسټال سيمه کې د چاقو او ډزو بريد کې له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

عيني شاهدان وايي د کارګر ګوند غړې ۴۱ کلنه جو کاکس يوه کتابتون کې غونډه درلوده، چې ترې را ووته بريد پرې وشو.

ځنې خلک وايي له يوه بريدګر سره تومانچه هم وه.

ويل کېږي په دغه پېښه کې يو بل کس هم ټپي شوی دی.

اغلې کاکس د هليکوپټر په واسطه د ليډز روغتون ته لېږدول شوې وه.

د لوېدېځ يورکشاير پوليسو ويلي په دې تړاو يې يو ۵۲ کلن کس نيولی چې پوښتنې او ګروږنې ترې روانې دي.

پر دغه مېرمن بريد په داسې حال کې شوی چې بريتانيا په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو يا ترې د وتو په تړاو راتلونکې اوونۍ ټولپوښتنه کوي.

د دغې پېښې له امله دواړو غاړو د ټولپوښتنې په اړه کمپاين درولی دی.

د انځور حقوق Reuters

د بريتانيا يو شمېر سياسي څېرو او ګوندونو د پارلمان پر دغه غړې بريد غندلی دی.

ورته مطالب