امریکايي دیپلوماتانو د سوریې پرضد پوځي بریدونه غوښتي

د انځور حقوق EPA

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر ۵۰ ډېرو دیپلوماتانو په یوه کورني یادښت کې د سوریې د ننه د اسد د دولت له لوري د اوربند ماتولو په تړاو د اوباما د دولت پر تګلارې نیوکه کړې او د سوریې پر ځواکونو یې د هدفي هوايي بریدونه ترسره کېدو غوښتنه کړې.

'نیویارک ټایمز' ورځپاڼې پخپل یوه راپور کې ویلي، دغه کورنی یادښت د بهرنیو چارو وزارت د یوه چینل له لارې د کورنیو اختلافونو لپاره استول شوی، چې ۵۱ منځلارو دیپلوماتانو پرې لاسلیکونه کړي.

دوی ويلي، په تېرو پنځو کلونو کې سوریه کې د اوباما د ادارې تګلاره د سوري حکومت پروړاندې ناانډوله وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوس له 'وال سټریټ' ژورنال ورځپاڼې سره په خبرو کې دغه یادښتونه تایید کړي او وايي چې د اروزنې په درشل کې یې دی.

نیویارک ټایمز لیکلي، په دغو یادښتونو راغلي چې د اوباما د ادارې سیاست په سوریه کې د روان تاوتریخوالي پر وړاندې 'سر ټیټ' کړی دی.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

اوباما د 'اسلامي دولت' (داعش) د ماتولو لپاره یوازې پر پوځي عمل تکیه کړې ده نه دا چې د اسد دولت دې له منځه ولاړ شي. 'نیویارک ټایمز' لیکي، هېڅ داسې نښه نه شته چې ګني هغه دې خپل سیاست بدل کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، د امریکا چارواکو اندېښنه ښودلې، چې د سوریې پر حکومتي ځواکونو بریدونه به له سوریې او ایران سره د جګړې پیلامه وګرځي.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب