پر فېسبوک د وژنې ویډیو په ژوندي بڼه خپره شوې

د انځور حقوق
Image caption انتونیو پیرکینز پر مرۍ او سر په ډزو ویشتل کېږي

د متحدو ایالتونو شیکاګو ښار کې پولیس وايي د جمعې پر ورځ یو سړی داسې حال کې په ډزو ویشتل شو، چې پر فېسبوکپاڼه یې په ژوندۍ بڼه ویډیويي کلیپ خپرېده.

۲۸ کلن انتونیو پیرکینز د ښار په لوېدیځ کې په مرۍ او سر په ډزو وویشتل شو. دغه ویډیو اوس هم پر فېسبوک پرته ده او نژدې ۷۰۰ زره ځله کتله شوې ده.

دغه ښار کې له دریو میاشتو لږ موده کې دا دویم ځل دی، چې په ډزو د ویشتلو یوه صحنه په ژوندۍ بڼه پر فېسبوک خپرېږي. مارچ کې یو نامعلوم سړی داسې حال کې ۱۶ مرمۍ وویشتل شو، چې ویډیو یې په ژوندۍ بڼه خپرېده.

د هغې قضیې په لړ کې هم تر اوسه څوک نه دي نیول شوي. د فېسبوک کاروونکي کولای شي په ژوندۍ بڼه ویډیويي تصویرونه خپاره کړي.

فېسبوک دغه اسانتیا په ۲۰۱۰ کال کې وړاندې کړې وه، خو دا وروستیو میاشتو کې د دغې پاڼې پر مخ ډېره فعاله کړله شوه.

د ښاغلي پیرکین په ویډیويي کلیپ کې هغه او وروسره یو شمېر نور کسان لیدل کېږي، چې د ډزو له کېدو مخکې خبرې کوي.

وروسته داسې ښکاري چې ټیلیفون له تیاره کېدو مخکې په وینو لړلیو وښو ته غورځي.

د ولاړو کسانو د ژړا او چیغو غږونه هم اورېدل کېږي. ویډیو پر فېسبوک له یوه پیغام سره چې وايي دا یوه بوږنونکي یا داسې ویډیو ده، چې کتل یې ښايي د ځینو کسانو لپاره مناسب نه وي، اوس هم پرته ده.

دفېسبوک تګلاره

د فېسبوک یوې ویاندې په خبره دغه ویډیو د دوی له تګلاري سره ټکر کې نه ده.

نوموړې وايي دوی داسې ویډیويي کلیپونه لرې کوي، چې تاوتریخوالی په کې نامتو بلل شوی وي او یا یې ستاینه کېږي.

د روانې میاشتې لومړیو کې د یوه فرانسوي پولیس افسر او د هغه د ملګرې قاتل د هغوی له وژلو لږ ځنډ وروسته پر فېسبوک یوه ویډیو خپره کړه او له خپلو پلویانو یې وغوښتل، چې د زندان چارواکي، پولیس افسران، ژورنالیستان او وکیلان ووژني.

شیکاګو د امریکا له هغو ښارونو یو دی، چې د ټوپکو په وسیله په کې د وژنو کچه تر بل هر ښار ډېره ده. پولیس وايي دغه ښار کې تېر کال پنځه سوه کسان وژل شوي او ۲۰۱۶ کال کې دغه شمېر ډېر شوی دی.