افر یقا کې د سي آی اې د لاسوهنو ځینې تاریخي بېلګې

د انځور حقوق AFP
Image caption نلسن منډېلا په ۱۹۶۲کې بندي شوی و او وروسته په دې تور محکوم شو چې غوښتل يې په زوره حکومت نسکور کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د استخباراتو مرکزي اداره (سي،آی، اې) د افریقا په چارو کې د لاسوهنو اوږد تاریخ لري، د حیرانتیا وړ نه ده چې ویل کېږي په ۱۹۶۲کې منډېلا د سي آی اې د پټو معلوماتو په مرسته نیول شوی و.

زیاتره دا دول پېښې د سړې جګړې په وخت کې شوې وې، کله چې د امریکا متحدو ایالتونو او شوروي اتحاد په افریقا کې د نفوذ لپاره یو له بله سره په مبارزه بوخت وو.

طبیعي ده چې په قطعي ډول د سي آی اې د پټو عملیاتو ثابتول سخت کار دی. خو د دغې ادارې د کارونو په هکله پلټنو، او د سي آی اې د پخوانیو کارکوونکو د ویناګانو له مخې ځینې داسې قضيې روښانه شوې چې سي آی اې هڅه کوله پر ځینو پېښو باندې اغېز واچوي.

دا دي دلته مو څلور بېلګې راټولې کړې دي:

۱. ۱۹۶۱- کانګو کې د پاتریس لوممبا وژنه

د انځور حقوق AFP

پاتریس لوممبا په ۱۹۶۰ کې د نوې خپلواکه شوې کانګو لومړنی لومړی وزیر شوی و، خو پر خپلې دندې باندې یواځې څو میاشتې پاتې شو ځکه چې د ۱۹۶۰کال په جنورۍ کې ووژل شو.

په ۲۰۰۲ کې، پخواني استعماري ځواک بلجیم اعتراف وکړ او د لومبا په وژنې کې پې د لاس لرلو مسولیت پرغاړه واخیست، خو د امریکا متحدو ایالتونو هېڅکله د خپل رول په اړه څه ونه ویل، سره د دې چې له ډېرې مودې راهیسې ورباندې شکونه موجود دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دویټ ډي آیزنهاور، چې د کمونیزم په اړه اندیښمن و، د کانګو په اړه يې هم اندېښنه درلوده ځکه چې دغه هېواد د کیوبا په شان یوې لارې باندې روان و.

"په کانګو کې مړینه" په نامه یو کتاب کې چې د دغې وژنې په اړه لیکل شوی یوې سرچینې له قوله ویل شوي چې ولسمشر ایزنهاور "د لوممبا د وژنې امرکړی و. [ د ملي امنیت شورا] غونډې خپل کار ته دوام ورکړ او په کې په دې هکله نور بحث نه و شوی".

خو، هغه وخت په کانګوکې د سي آي اې د دفتر مشر، لارنس ډیولین، په ۲۰۰ کال کې بي بي سي ته وویل چې د سي آي اې یو پلان چې غوښتل ېې د لوممبا د غاښو برس په زهرو ککړ کړي، هېڅکله ترسره نه شو.

د هغه وخت د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومتي افشا شویو اسنادو د یوې څېړنې له مخې څرګنده شوې چې سي آي اې "په لومړي سر کې غوښتل لوممبا له منځه یوسي، که اړتیا وي نه یواځې د وژنې له لارې بلکې د یو لړ غیر وژونکو لارو په مرسته هم".

په دې کې شک نشته چې سي آي اې د لوممبا مړینه غوښته، خو د افشا شویو اسنادو د څېړنې له مخې نه ښکاري چې د امریکا متحدو ایالتونو دې د هغه په وژنه کې مستقیم لاس درلودلی وي.

۲. ۱۹۶۵ – په ګانا کې د کوامي نیکروما نسکورول

د انځور حقوق Evening Standard

د ګانا لومړنی ولسمشر کوامي نیکروما له هېواده بهر یو سفر په وخت کې په ۱۹۶۶کال کې د یوې پوځي کودتا له لارې نسکور کړل شو.

هغه وروسته شکمن و چې د امریکا متحدو ایالتونو د ده په نسکورولو کې رول درلوده او د ۱۹۷۸ په یو کتاب کې د سي آي اې یوه پخواني مامور جان سټاک ویل، دا نظریه تایید کړه.

"د دښمنانوپه لټه" نومي کتاب کې هغه لیکي چې که څه هم د سي آي اې په اسنادو کې د کودتا رسمي تایید نه لیدل کېږي، خو هغه لیکي چې "سره د دې د اکرا په ښار کې د سي آي اې دفتر د لوړو چارواکو لخوا هڅول شوی و چې د ګانا د حکومت د مخالفینو سره اړیکي وساتي.

"دغه دفتر ته ښه ډېره بودیجه ورکړل شوې وه، په داسې حال کې چې د یوې کودتا پلان جوړېده له کودتا کوونکو سره يې نژدې تماسونه ساتلي وو".

دغه مامور وايي چې سي آي اې په ګانا کې ښکېل شوه او عملیاتي کسان يې "د شوې کودتا په خاطر په غیر رسمي توګه ستایل شوي وو".

د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت یو افشا شوی سند ښيي چې امریکايي چارواکي د ګانا د ولسمشر د نسکورولو لپاره د یوې کودتا له توطيي څخه خبر وو، خو نه ښکاري چې د کودتا کوم رسمي ملاتړ دې شوی وي.

یو بل افشا شوی سند چې له کودتا وروسته لیکل شوی وايي، د نیکروما سقوط "یوه ګټوره پېښه وه. نیکروما د نورو تورو افریقایانو په پرتله زموږ ګټو ته ډېر زیان رساوه".

۳. ۱۹۷۰ کلونه – په انګولا کې د ایم پي ال اې مخالفت

د انځور حقوق AFP

په ۱۹۷۵ کې له پرتګال څخه د انګولا له خپلواکۍ وروسته دریو سیالو ډلو د هېواد د کنټرول لپاره سیالي کوله، د اګوستینو نیتو (Agostinho Neto ) تر مشرۍ لاندې د اېم پي اېل اې(MPLA) ‌ډلې د هېواد پایتخت لواندا نیولی و.

په ۱۹۷۵ کې په انګولا کې د سي آي اې د پټو عملیاتو مشر، ښاغلی سټاک ویل، لیکي واشنګټن پرېکړه وکړه چې د اېم پي اېل اې مخالفت وکړي، ځکه هغه شوروي اتحاد ته نژدې بلل کېده، او پرېکړه وشوه چې د اېف اېن اېل اې (FNLA) او یونیټا (Unita) د ډلو ملاتړ وکړي، که څه هم درې واړو ډلو له کمونیستي هېوادونو مرسته ترلاسه کوله.

ښاغلي سټاک ویل په یو ویډیويي مستند فلم کې وايي سي آي اې دغو دوو ډلو سره مرسته کوله او په پټه يې ورته وسلې استولې، لکه ۳۰،۰۰۰ ټوپک، په ګاونډي زایر کې د کنشاسا له لارې، چې اوس د کانګو دموکراتیک جمهوریت نومېږي.

هغه زیاتوي چې د سي آي اې مامورینو د وسلوالې جګړې لپاره جنګیالي هم روزل.

د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت یوه افشا شوي سند کې د سي آي اې د مشر، د بهرنیو چارو وزیر او نورو تر منځ د خبرو اترو جزییات بیان شوي چې وايي سي آی اې، له هغو ځواکونو سره چې د اېم پي اېل اې پر ضد جنګېدل، مرسته کوله.

په داسې حال کې چې کیوبا د اېم پي اېل اې ملاتړ کاوه، د امریکا متحدو ایالتونو د انګولا د کورنۍ جکړې په زیاتره برخه کې له یونیتا څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړ.

۴. ۱۹۸۲ – په چاد کې د حسین حبري ملاتړ

د انځور حقوق AFP

حسین حبري (Hissene Habre) ونشوای کولای په ۱۹۸۰ کې په زوره واک ترلاسه کړي.

خو د ده هڅې د دې سبب شوې چې ولسمشر ګوکوني اویدې (Goukouni Oueddei) د لیبیا له مشر معمر قذافي څخه مرسته وغواړي، چې د هغه عسکرو په بریالیتوب سره د حسین حبري هڅې ناکامي کړي او هغه يې له هېواده وتلو ته اړ کړي.

د لیبیا او چاد تر منځ د یو اتحاد وړاندیز د امریکا متحده ایالتونه اندېښمن کړل، په تېره بیا ځکه چې قذافي د امریکايي ضد هڅو ملاتړی ګڼل کېده.

مایکل برونر د بهرنۍ تګلارې په مجلې کې لیکي چې، د سي آي اې مشر د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر سره، "پردې نظريې سره سلا شول چې د حسین حبري په ملګرتیا یوه پټه جګړه پیل کړي".

ادعا شوې چې د امریکا متحدو ایالتونو په ۱۹۸۲ کې د چاد د ولسمشر ګوکوني د نسکورولو لپاره له حسین حبري سره مرسته وکړه او بیا يې د هغه له ظلمه ډکې واکمنۍ په ترڅ کې د هغه ملاتړ وکړ.