د بنګله دیشي سیکولر لیکوال شکمن وژونکی پولیسو وژلی

د انځور حقوق AVIJIT ROY FACEBOOK
Image caption اویجیت روی تېر کال په فبروي میاشت کې ډاکه کې د کتابونو له نندارتون نه د ستنېدو پرمهال د څو کسانو له لوري تر مرګه ووهل شو.

د بنګله دېش پولیس وایي د سیکولر وبلاګ لیکوونکي اویجیت روی د وژنې اصلي تورن نن یکشنبې (جوزا/ غبرګولي ۳۰مه) له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.

پولیسو د وژل شوي کس نوم شریف ښوولی چې نن سهار پلازمېنې ډاکه ته نژدې ووژل شول. پولیس د شریف او شپږو نورو وسله والو په اړه د نورو معلوماتو راټولولو په هڅه کې دي چې په دې قضیه کې شکمن دي.

بنګله دیشي الاصله امریکایی لیکوال او ویبلاګ لیکوونکی اویجیت روی تېر کال په فبروي میاشت کې ډاکه کې د کتابونو له نندارتون نه د ستنېدو پرمهال د څو کسانو له لوري تر مرګه ووهل شو.

په وروستیو کلونو کې په بنګله دېش کې د شکمنو اسلامپالو لخوا ډېر سیکولر کسان وژل شوي، خو دغه بریدونه هومره په پراخه کچه په نړیواله توګه نه دي غندل شوي.

په ډېرو مواردو کې اسلامي دولت ډلې یا القاعده شبکې ددغو بریدونو مسوولیت منلی، خو حکومت سیمه ییز اسلامپالي اورپکي په دغو وژنو تورن کړي دي.

۴۲ کلن روی په ۲۰۰۰ میلادي کال کې په بنګله دېش کې چې اکثریت خلک یې مسلمانان دي د سیکولر لیکنو لپاره د مکتو – مونا (آزاد ذهن) په نوم ویبلاګ جوړ کړ.

د نوموړي کورنۍ وایي چې د روی تر وژل کېدو وړاندې اسلامي سخت دریځو هغه ته څو ځله د مرګ ګواښ کړی و.

په وروستیو پېښو کې د پنجشنبې په ورځ په مانیپور ښار کې د کالج یو هندو استاد په خپل کور کې د یوه کس لخوا د چړو په ګوزارونو سخت ژوبل شو.

د غلام فیض الله فهیم په نوم ددې قضیې یو شکمن د شنبې په ورځ په مداریپور کې په ډزو ووژل شو.

چارواکي وایي، نوموړی د پولیسو په توقیف کې و او ددې لپاره چې د خپلو نورو ملګرو په نیولو کې مرسته وکړي پولیسو ځان سره وړی و، خو له وسله والو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینې ویلي، حکومت به یې د دا ډول بریدونو مخنیوي لپاره خپل ټول توان وکاروي.

پولیسو په تېرو څو اونیو کې په ټول هېواد کې زرګونه کسان نیولي دي.

د بنګله دېش د وګړو شمېر تر ۱۶۰ میلیون ډېر دی، چې نژدې ۹۰ سلنه یې مسلمانان او نور پاتې هندوان، بودایان، مسیحیان او د نورو مذهبي لږکیو اړوند دي.

ورته مطالب