له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو د وخت پیل په اړه د نظر اختلاف

بریتانیا کې د پنجشنبې ورځې (جون ۲۳مه) ټولپوښتنې وروسته، له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو د وخت او د وتلو څرنګوالي په اړه بحث روان دی.

د ټولنې چارواکي وایي، تر هر ډول خبرو اترو وړاندې، بریتانیا باید د رسمي لیک په ترڅ کې یا عمومي وینا کې له اروپایي ټولنې د وتلو پرېکړه اعلان کړي.

بریتانوي سیاستوال وایي، ترجېح ورکوي چې دا موضوع د نوي لومړي وزیر تر معرفي کېدو – تر نژدې څلورو نورو میاشتو – وځنډوي، خو د ټولنې بانفوذه غړي – له جرمني پرته – له دې موضوع سره مخالف دي او غواړي چې د بریتانیا وتلو بهیر چټک شي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل، د بریتانیا وتلو په غبرګون کې داروپایي ټولنې ځینو مشرانو د توندو خبرو په تړاو خبرداری ورکړی. میرمن میرکل ویلي، اړتیا نشته چې له دې ټولنې د بریتانیا د وتلو د مذاکراتو په لړ کې، دې هېواد سره سخت چلند او بدخلقي وکړو.

د انځور حقوق Getty

د جرمني لومړۍ وزیرې همداراز څرګنده کړې چې هغه د بریتانیا چټک وتلو پلوۍ نه ده او ویې ویل، "ښکاره ده چې دا بهیر باید تر ابده ونه غځېږي، خو زه د وخت ټاکلو کې بیړې سره موافقه نه یم."

د مېرمن میرکل څرګندونې په واقعیت کې خپله د جرمني بهرنیو چارو وزیر په ګډون د اروپایي ټولنې څو چارواکو خبرو ته غبرګون و چې ټولو له لندنه غوښتي و ژر ترژره له اروپا د بېلتون ګامونه پورته کړي.

د لزبن تړون ۵۰مه ماده

ددې ټولنې ددې مقررې له مخې به له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو بهیر ترسره شی.

د لزبن تړون د ۵۰ مادې له مخې چې په ۲۰۰۹ کال کې د ټولنې غړو تصویب کړ، خو تراوسه هېڅکله عملي شوی نه و، د ټولنې غړي هېوادونه د وتلو تر پرېکړې وروسته باید له اروپایي ټولنې سره خپلې خبرې پیل کړي.

د غړیتوب پرېښودو د څرنګوالي پر سر د دواړو لوریو د هوکړې په صورت کې، وتل به د هوکړې له مخې وشي، خو که هوکړه ونه شي، د بېلتون غوښتونکي هېواد غړیتوب تر دوو کلونو وروسته پخپله لغوه کېږي.

که څه هم د لزبن تړون ۵۰ مه ماده له اروپایي ټولنې د هېوادونو د وتلو بهیر کلیات مشخص کړي، خو جزییات یې یوازې د دواړو لوریو د مذاکرې په لړ کې مشخص کېږي او د هرډول هوکړې عملي کول ښایي کلونه وغواړي.

ګارګر ګوند کې د ټولپوښتنې ټکانونه

ددې ټولنې پوښتنې ټکانونه په خپله بریتانیا کې هم دوام لري.

ساعتونه وړاندې د کارګر ګوند مشر جیرمي کوربن، خپل د بهرني سیاست ویاند هیلري بن له دندې ګوښه کړ.

په رپوټونو کې راغلي چې ښاغلی بن د پارلمان د هغو غړو له ډلې و چې د نور استازي یې هڅول له ښاغلي کوربن د باور رایه بېرته واخلي.

د کارګر ګوند سیاستوالو یوه ډله باور لري چې ښاغلي کوربن اروپایي ټولنه کې د بریتانیا پاتې کېدو لپاره د خپل ګوند پلویانو قانع کولو لپاره کافي هڅه نه ده کړې.

ورته مطالب