نیول شوي کس "غوښتل پر ډونالډ ټرمپ ډزې وکړي"

د انځور حقوق AP

د محکمې اسناد ښيي، هغه کس چې د اونۍ په پای کې یې د امریکا په لاس وګاس ایالت کې د ډونالډ ټرمپ غونډه کې هڅه وکړه د پولیسو یوه مامور تومانچه غلا کړي، ویلي غوښتل یې پر ډونالډ ټرمپ ډزې وکړي.

۱۹ کلن بریتانوی مایکل سټیون سنډفورډ ټاکل شوې ډېر ژر د دوشنبې په ورځ په نیوادا ایالت کې محکمې ته حاضر شي.

چارواکو وویل، هغه د شنبې په ورځ په ټریژر ایلېنډ کاسینو کې د ټرمپ غونډې ته ولاړ او د پولیسو یوه مامور ته په نژدې کېدو سره یې وویل چې غواړي د جمهوري غوښتونکي کاندید لاسلیک واخلي.

هغه له بریتانیا د موټر چلونې لایسنس لري او پولیسو ته یې ویلي چې یو نیم کال امریکا کې اوسېدلی.

ظاهرا دغه کس پولیسو ته ویلي چې له یوه کال راهیسې هڅه کوي چې پر ټرمپ برید وکړي، خو اوس یې ددې کار پرېکړه کړې ځکه چې د ترسره کولو لپاره یې لازم باور موندلی دی.

د انځور حقوق Reuters

د محکمې د اسنادو له مخې، هغه وویل هېڅکله یې ډز نه دی کړی، خو د جون په ۱۷ مه د ډزو کولو تمرین لپاره په لاس وګاس کې یوه مرکز ته تللی و چې ډزې کول زده کړي.

ادعا کېږي چې نوموړي په دغه غونډه کې هڅه کړې د پولیسو مامور وسله له پوښه وباسي، ځکه چې ویې کتل وسله په خپل ځای کې قلف شوې نه ده.

د محکمې اسناد ښيي چې ښاغلي سنډفورډ اعتراف کړی چې پوهېده یو یا دوه مرمۍ به فیر کړی شي او د ځان وژل کېدو تمه یې هم لرله.

هغه پولیسو ته وویل، که په هغه غونډه کې یې د ښاغلي ټرمپ د وژلو هڅه نه وی کړی، اراده یې لرله چې په اریزونا ایالت فینیکس ښار کې دا کار وکړي او هغه غونډه کې د ګډون لپاره یې ټکټ هم اخستی و.

لس انجلس کې د بریتانیا کونسلګرۍ یوه ویاند ویلي، ددې نیونې په تړاو له پولیسو سره همکاري لري.

په دغه کونسلګرۍ کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، سنډفورډ "احتمالا داسې ویزې سره امریکا کې دی چې نور یې د اعتبار موده ختمه ده."

ورته مطالب