د امریکا کانګرس دیموکراتو استازو احتجاجي ناسته کړې

د انځور حقوق Max Matza

د امریکا کانګرس دیموکراتو غړو د هغه څه په اعتراض چې د جمهوري غوښتونکو لخوا یې د وسلې مالکیت پر قوانینو بیا کتنې ته "نه پاملرنه بللې"، د کانګرس په ودانۍ کې تحصن کړی.

د امریکا دیموکرات استازي چې هم په سنا او هم استازو جرګه کې اقلیت دي، د وړاندیز شویو اصلاحاتو په تړاو رایه اچونه د کانګرس تر دوبنیو رخصتیو وړاندې وشي.

نژدې ۱۰۰ دیموکراتو استازو غوښتنه کړې چې د وسلو اخستونکي د مخینې څېړلو اړوند قوانین پراخ شي او همداراز هغو کسانو ته چې د "ترهګریزو کړنو" د شکمنو په نوملړ کې دي، وسلې ونه پلورل شي.

د وسلې مالکیت قوانینو د اصلاح لپاره د دیموکراتانو نوې هڅه، د اورلانډو تر وژنې وروسته چې پکې د نڅا په یوه کلب کې ۴۹ کسان ووژل شول، رامنځته شوې.

خو جمهوري غوښتونکي چې د کانګرس اکثریت یې په واک کې دی، د تېرو څو کلونو په څېر د وسلې مالکیت په قانون کې هرډول بدلون د امریکا د اساسي قانون نقض کوونکی بولي.

د چهارشنبې په ورځ (جون ۲۲مه) معترض دیموکراتان د جورجیا ایالت استازي رابرټ لویس په مشرۍ چې نژدې ۳۰ کاله د کانګرس غړی پاتې شوی او د مدني حقونو په برخه کې اوږده مخینه لري، د جرګې د ټریبیون پروړاندې راټول شول او ویې ویل، ترڅو چې د هغوی غوښتنو ته پام ونشي، له جرګې نه وځي.

ددې تحصن په غبرګون کې د امریکا پارلمان رییس پل رایان د وقفې امر وکړ چې دا امر مقررې سره برابره ده، او ورسره له جرګې په ژوندۍ بڼه خپرونې بندې شوې.

سره له دې، ځینو دیموکراتانو د خپلو ټیلفونو له کامرو په ګټه اخستو او د انټرنټ له لارې د ټولنیزو شبکو په کارولو د جرګې له صحن نه د انځورونو په خپرولو پیل وکړ.

د انځور حقوق Getty
Image caption د امریکا متحده ایالتونو د اساسي قانون دویم متمم خلکو ته د وسلې مالکیت حق په رسمیت پېژني.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې د وسلې مالکیت په قانون کې ناکامي یې د خپلې دورې لویه ناکامي بللې، په خپل ټویټر کې د وسلو مالکیت قانون اصلاح لپاره د جان رابرټ لویس له دې ګامه مننه کړې.

تحصن کوونکو وکیلانو د استازو په جرګه کې د شعارونو په ورکولو سره ګواښ کړی چې که د ګانګرس تر دوبنیو رخصتیو وړاندې د هغوی د نظر وړ لایحې ته پام ونشي، هغوی به ددې تحصن له لارې رخصتیو ته د استازو د تللو مخنیوی وکړي.

د کنېټکټ ایالت دیموکرات استازي جان لارسن له دې شعار سره چې "دیموکراتانو پورته شئ، امریکا پورته شه"، په دغه تحصن کې ګډون کړی دی.

د امریکا په شمال ختیځ کې د کانېټکټ ایالت هماغه ایالت دی چې څلور کاله مخکې پکې ۲۰ زده کوونکي د سندی هوک په لومړني ښوونځي کې ووژل شول.

ښاغلي لارسن چې د کامرو تر بندېدو وړاندې یې شعار ورکاوه ویلي و، "موږ دلته پاتې کېږو او د جرګې صحن نیسو."

په همدې حال کې د امریکا کانګرس جمهوري غوښتونکي مشر پل رایان ویاند په یوه ټویټ کې لیکلي، "که د استازو جرګې غړي مقرره له پامه وغورځوي، جرګه نشي کولی په خپل ورځنۍ اجنډا عمل وکړي. پر همدې بنسټ د پارلمان د رییس په غوښتنه وقفه اعلان شوې."

معترض دیموکرات استازي غواړي، د جولای تر پنځمې وړاندې چې د ګانګرس د رسمي رخصتیو پیل دی، د وسلې مالکیت قوانیو په تړاو د وړاندیز شویو اصلاحاتو لپاره رایه اچونه وشي.

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي و چې د وسلو ګرځولو په تړاو یو اړخیز ګام اخلي. امریکا کې هرکال زرګونه کسان په وسله والو بریدونو کې وژل کېږي.

ورته مطالب