روسیې لخوا د امریکایي او غربي دیپلوماتانو 'ځورونه' ډېره شوې

د انځور حقوق Getty

امریکایي چارواکي وايي، په مسکو کې د روسيې امنیتي ځواکونو لخوا د امریکایي او غربي دیپلوماتانو ځورونه ډېره شوې ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، دا ځورونې پر مسکو پرته نورو ښارونو کې هم شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت ترودو ویلي، له ځورونې اندېښنې دومره وې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري دا موضوع په مستقیم ډول د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مطرح کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د دیپلوماتانو ځورونې جزییاتو ته اشاره ونه کړه، خو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې ویل کېږي د روسیې استخباراتي مامورین د سفارتونو د کارکوونکو کورونو ته ننوتي، د هغوی د کور سامانونه یې له ځایه بې ځایه کړي او ټلویزیونونه او څراغونه یې روښانه کړي او په یوه مورد کې یې یو کورنی حیوان وژلی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دیپلوماتانو ځورول دوه کال مخکې د یوکراین کړکېچ پر سر پر روسیې د بندیزونو تر لګېدو وروسته پیل شول.

روسیې لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دې هېواد واشنګټن پوسټ ته په لېږلې بیانیه کې پرته له دې چې دې ورځپاڼه کې مطرح شوي تورونه رد کړي، ویلي، امریکا د روسي دیپلوماتانو په تړاو پاروونکي ګامونه پورته کړي دي.

روسیه کې د امریکا پخواني سفیر مایکل مک فاول واشنګټن پوسټ ته ویلي، کله چې یې کورنۍ سره مسکو کې ژوند کاوه، تل د امنیتي ځواکونو لخوا څارل کېدل او هدف یې دا و چې دوی ته ووایي تر څارنې لاندې دی.

هغه ویلي، روسیې سره د کریمیا تر یوځای کولو وروسته، د امریکایي او غربي دیپلوماتانو وضعیت سخت شوی دی.

ورته مطالب