امریکا کې سېلابونو او اورلګېدنې سلګونه کسان بې کوره کړي

د انځور حقوق AP

په داسې حال کې چې په لویدیځه ویرجینیا کې د سېلابونو جاري کېدو سلګونه کورونه تر اوبو لاندې کړي، په کالیفورنیا کې لګېدلی اور لا هم د پراخېدو په حال کې ده او سلګونه کسان یې اړ کړي خپل کورونه پرېږدي.

ویرجینیا کې سېلابونو لږ ترلږه ۲۳ کسان مړه کړي او کالیفورنیا کې هم اورلګېدنې له امله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

مرسته کوونکي لا هم په لویدیځه ویرجینیا کې د وړمې ورځې (جمعې) سېلاب ځپلو په لټه کې دي او وېره لري چې د سېلاب په ویجاړو کړو سیمو کې خلک اوس هم ګېر پاتې وي.

په تېرو دوو ورځو کې کومکي ډلو خلک د بامونو له سره یا هم پنجرو له لارې ویستلي او ان ځینې کسانې د ځان ژغورنې لپاره ونو ته ختلي و.

لویدیځه ویرجینیا کې سلګونه کورونه ړنګ شوي او اوس هم ۳۲ زره کسان برېښنا نه لري.

ددغو سېلابونو د قربانیانو شمېر تراوسه ۲۳ تنه اعلان شوي چې ماشومان هم پکې دي.

د انځور حقوق TWITTER

ورسره د امریکا له لویدیځې څنډې د اورلګېدنې خبرونه ورکول کېږي چې څو کورونه یې له خاورو سره خاورې کړي او او د سلګونو کورونو خلک یې اړ کړي چې د خطر له سیمې ووځي.

د کالیفورنیا د چارواکو په وینا، اورلګېدنې تراوسه د لیک ایزابلا ښار اړوندو سیمو او ځنګلي سیمو کې تر ۳۰ زره جریبو ډېره سیمه سوځولې ده.

دا ښار د لاس انجلس ښار شمال ختیځ په ۲۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی او اوسمهال په بیړني حالت کې دی.

د جمعې ورځ تر مازدیګره تر ۱۰۰ ډېر کورونه په دغه سیمه کې د اور خوراک شوي و.

نژدې ۲۰۰۰ کسان اړ شوي و خپل کورونه پرېږدي او اوروژونکي هڅه کوي تر ۱۵۰۰ ډېرو نورو کورونو ته د اور له رسېدو مخنیوی وکړي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AFP

ورته مطالب