مکسيکو: د ښوونکو او پوليسو نښتو کې شپږ تنه وژل شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption چارواکي وايي، پوليسو د لارو او کوڅو د پرانيستلو هڅه کوله چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې

مکسيکو کې د اعتراض کوونکو ښوونکو او پوليسو تر منځ نښتو کې شپږ تنه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې د نښتو په ترڅ کې د پوليسو په ګډون ۱۰۰ تنه ټپيان شوي هم دي.

تېره اوونۍ د مکسيکو په اوکساکا ايالت کې د فساد او درغليو په تور د ښوونکو ټولنې د دوو غړو د نيول کېدو له امله نن ښوونکو لاريون کړی.

د ښوونکو ټولنې غړو د مکسيکو په شمال کې لارې او سړکونه هم تړلي دي.

د چارواکو په وینا پوليسو د لارو او کوڅو د پرانيستلو هڅه کوله چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې.

د دغه هېواد د ملي امنيت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، له پوليسو سره وسله نه وه.

د ښوونکو ټولنې غړي وايي چې د فساد او درغليو په تړاو د دوی پر مشرانو لګېدلي تورونه سياسي اړخ لري.

ورته مطالب