د بحرین حکومت ته د قاسم سلیماني کمساری خبرداری

قاسم سلیماني
Image caption قاسم سلیماني پخپله ویناپاڼه کې ویلي: له شیعه معترضانو سره د بحرین د حکومت"د ملګرو ملتونو، امریکا او لوېدیځو هېوادونو معنالرونکی سکوت" د نه زغملو دی.

د "قدس" ځواکونو قومندان قاسم سلیماني د بحرین حکومت ته په یوه کمساري خبرداري کې ویلي، د بحرین د شیعه ګانو مشر شیخ عیسی قاسم "سره کرښه" ده، چې د هغه پر "حریم تېری" به ددغه هېواد د حکومت د پرځېدو لامل شي.

نوموړی وايي، له دغې "سرې کرښې" پښه اړول به بحرین او ټوله سیمه کې د اور بلېدو لامل وګرځي.

+ شیخ عیسی قاسم څوک دی؟

قومندان سلیماني د غبرګولي پر ۳۱مه، په یوه ویناپاڼه کې خبرداری ورکړی، که چېرې بحرین د شیعه مشر پر وړاندې خپل دریځ ته دوام ورکړي، نو دوی ته له وسله وال مقاومت پرته بله لاره نه پاتې کېږي.

نوموړي د بحرین د حکومت ملاتړو ته هم ویلي: "ایت الله شیخ عیسی قاسم ته سپکاوی او د بحرین پر خلکو له حد ډېر فشار راوړل به په دې هېواد کې د یوه "خونړي پاڅون" پیلامه وګرځي".

د بحرین حکومت په وروستیو کې پر شیعه مخالفانو فشار ډېر کړی او له شیخ عیسی قاسم یې - چې په شیعه روحاني یې شهرت درلود – تابعیت واخیست.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي شیخ عیسی قاسم له خپل دریځه په ګټې اخیستو سره "د بهرنیانو د ګټو لپاره کار کاوه" او غوښتل یې چې په "هېواد کې توکمپالنې او تاوتریخوالي" ته لمن ووهي.

دغه شیعه روحاني چې د شیعه ګانو لپاره د ایت الله رتبه لري، وړاندې د بحرین د شیعه ګانو د مدني او سیاسي حقونو د غوښتلو ملاتړ کړی.

د انځور حقوق na
Image caption د بحرین واکمن سني حکومت پر شیعه مخالفانو تور پورې کوي چې د ایران له دولت سره اړیکي لري، خو د مخالفانو مشران بیا دا تور ردوي.

قاسم سلیماني پخپله ویناپاڼه کې ویلي: له شیعه معترضانو سره د بحرین د حکومت"د ملګرو ملتونو، امریکا او لوېدیځو هېوادونو معنالرونکی سکوت" د نه زغملو دی.

د بحرین حکومت په وروستیو کې د لوی شیعه سیاسي ګوند "ملي جمعیت – اسلامي وفاق" ګوند فعالیتونه ځنډولي او شتمنۍ یې هم درولې دي.

شیعه روحاني او د سیاسي وفاق مشر شیخ علي سلمان په زندان کې دی، چې په وروستیو کې یې د بند ۴ کلونه سزا ۹ کلونو ته لوړه شوه. شیخ سلمان تېرکال د پاڅوني خوځښت په تور محاکمه شو.

د بحرین واکمن سني حکومت پر شیعه مخالفانو تور پورې کوي چې د ایران له دولت سره اړیکي لري، خو د مخالفانو مشران بیا دا تور ردوي. د بحرین حکومت د سعودي عربستان په همکارۍ د مخالفانو اعتراضونه ځپلي دي.

بحرین د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړیتوب لري، چې ددغه هېواد په اوبو کې د امریکا د سمندري ځواک پنځمه برخه پرته ده.

Image caption شیخ عیسی قاسم چې د شیعه ګانو لپاره د ایت الله رتبه لري، وړاندې د بحرین د شیعه ګانو د مدني او سیاسي حقونو د غوښتلو ملاتړ کړی.
د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب