د کانگو يو جنگسالار ته د ١٨ کالو بند سزا ورکړل شوه

د انځور حقوق

د کانگو د ياغيانو پخوانى مشر ژان پيري بېمبا ته د جنايتونو په اړه نړيوالې محکمې کې د جنگي جرمونو او جنسي تيريو له امله د ١٨ کالو بند سزا ورکړل شوې ده. بېمبا د روان کال په مارچ کې د افريقا په مرکزي جمهوريت کې د ٢٠٠٢ او ٢٠٠٦ کال تر منځ جنايتونو له امله مجرم بلل شوى و.

دى په دې تورن و چې وژنو او جنسي تېريو څخه د خپلو وسله والو په مخنيوي کې پاتې راغلى و. دبېمبا مدافع وکيلانو له وړاندې ويلي دي چې د دې پرېکړې پر ضد به اپيل کوي. دې سزا کې به هغه اته کاله چې بېمبا له وړاندې زندان کې تېر کړي هم حسابېږي.

بېمبا له زرو زيات وسله وال د افريقا مرکزي جمهوريت ته د پخواني ولسمشر انگې فيلکس پر ضد د کودتا مخنيوي لپاره لېږلي وو.

دا لومړى ځل دى، چې د جنايتونو په اړه دې نړيوالې محکمې کې يو تن ته د هغه کړنو له امله چې د هغه قوماندې لاندې کسانو تر سره کړي سزا ورکول کېږي. د بشري حقونو د څار سازمان د محکمې د پرېکړې په اړه ويلي دي چې "دا قربانيانو لپاره يوه اندازه انصاف ورکول دي."

د انځور حقوق
Image caption په هيگ کې د جنايتونو پرض نړيوالې محکمې بمبا ته دا سزا ورکړ ې ده.

د دغې سازمان مشرې ويلي دي "نور قوماندانان بايد له دې پوه شي چې هغوي هم د دوی د وسله والو لخوا د جنسي تېريو او نورو سرغړونو پوښتنه کېدى شي.

ژان پيري بېمبا په ٢٠٠٣ کال کې د سولې خبرو وروسته د ولسمشر د مرستيال وټاکل شو، په ٢٠٠٦ کال کې د ولسمشر جوزف کابيلا پر وړاندې يې ټاکنو کې ماتې وخوړه، په ٢٠٠٧ کال کې کانگو د کنشاسا په ښار کې له نښتو وروسته بلجيم ته وتښتېد او په برسلز کې له نيول کېد وروسته په ٢٠٠٨ کال کې د جنايتونو په اړه نړيوالې محکمې ته وسپارل شو.