د بريتانيا ټولپوښتنې د ونډو نړيوال بارزارونه اغېزمن کړي

د انځور حقوق Reuters

بريتانيا کې اروپايي ټولنې څخه د وتلو له پرېکړې وروسته د لندن د ونډو بازار ارزښت کې ډېر کمى راغلى دى. نن د سهار په لومړيو کې د ونډو په ارزښت کې اته سلنه کمى وليدل شو.

دې پرېکړې د بريتانيا د ډېرو بانکونو د ونډو په ارزښت کې هم ډېر کمى راوستى دى.

د ټولپوښتنې د پايلو راڅرگندېدو سره د ډالرو په وړاندې د برتانوي پونډ ارزښت کې هم تر ١٠ سلنې زيات کمى راغلى دى. دا له ١٩٨٥ کال نه راپدېخوا لومړى ځل دى چې د پونډ په ارزښت کې په دې کچه کمى راځي.

د برېتانيا مرکزي بانک "بنک اف انگلينډ" ويلي دي چې بدلونونه له نزدې څاري او د پونډ د ثبات لپاره به ټول اړين گامونه اخلي.

د لندن د ونډو بازار کې هم د ونډو ارزښت کې کمى د ٢٠٠٨ کال نه راپدېخوا تر ټولو زيات هغه بلل شوى دى و.

د انځور حقوق Thinkstock

دې رايې اچونې په اروپايي هېوادو هم اغېز کړى دى. په فرانسې کې د پاريس او د جرمني د فرانکفورټ د ونډو شاخص اته سلنه راپريوتی و.

دغه راز د تيلو په بيو هم دا پايلې بې اغېزه نه وې. په لندن کې د خامو تيلو بيه پنځه اعشاريه دوه راټيټه شوې.

د ټولپوښتنې له پايلو وړاندې د ډالرو په وړاندې د پونډ ارزښت کې ښه والى راغلى و او يو پونډ په يو نيم ډالر تبادله کېده، خو د اروپايي ټولنې د پرېښودو په ملاتړ د نتيجې راښکاره کېدو سره د پونډ ارزښت مخ په ځوړ ولاړ.

د يورو په وړاندې دا کمى اوه سلنه و.

د اسعارو راکړه ورکړه کوونکي وايي د اسعارو په ارزښت کې دا دبدلونونه له هغو څخه ډېر ژور دي چې په ٢٠٠٨ کال کې د نړيوال مالي کړکېچ له امله رامنځ ته شوي و.

د انځور حقوق PA

ورته مطالب