'هندواڼه تاسې ته ځواب نه درکوي'

د انځور حقوق SINA WEIBO
Image caption پر ټولنیزو رسنیو بیا یو شمېر کاروونکو ژر څرګنده کړه، چې د هندواڼې معلومولو لپاره د هغې ټکولو دود د نړۍ په هر ګوټ کې شته

هندواڼه یوه خوږه میوه ده، خو دا به څنګه معلوموو، چې پخه ده که نه؟

ځینې خلک په دې باور دي، چې که د هندواڼې برسېرن پوټکی وټکول شي، نو له غږه یې معلومیږي، چې د خوړلو وړ ده که نه؟

د دغه نظر په اړه د انټرنېټ نړۍ کې یو بحث پیل شوی، چې د کومې سیمې خلک ډېر داسې کوي، چې د هندواڼې پخوالی د ټکولو په وسیله معلوم کړي.

زرګونو خلکو د چین یوه مایکرو بلاګنګ ویبپاڼې په هغه بحث کې برخه اخیستې، چې زرګونه کیلومتره لرې د ایټالیا له یوې پېښې سرچینه اخلي.

کېسه داسې پیل شوه، چې د چین یوه اوسېدونکي هغه تصویر خپور کړ، چې پکې له مشتریانو غوښتل شوي وو، هنډواڼې و نه ټکوي. دغه لوحه له هندواڼو په یوه ډکه کراچۍ کې لګول شوی و.

د انځور حقوق thinkstock

پر لوحه لیکل شوي وو، لطفا د هندواڼو له ټکولو وروسته غوږ مه ورته نیسئ، هندواڼې ځواب نه درکوي. دا معلومه نه ده چې سوپرمارکیټ دغه لوحه د چینایانو لپاره لیکې وه که نه، خو چینایانو دا پر ځان لفظي برید بللی، چې وايي دا دوی ځانګړی انداز دی.

دغه تصویر په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس شو او یو شمېر چینايي رسنیو خو دا هم وویل، چې لوحه پر چینایانو د لفظي برید لپاره لیکله شوې.

پر ټولنیزو رسنیو بیا یو شمېر کاروونکو ژر څرګنده کړه، چې د هندواڼې معلومولو لپاره د هغې ټکولو دود د نړۍ په هر ګوټ کې شته.

له دې وروسته د یادې لوحې په اړه ټوکې ټکالې خپرې شوې او ځینو خو په لوی لاس د هندواڼې ټکولو په حال کې تصویرونه واخیستل او خپاره یې کړل.

چین کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي غواړي، چې د دغه هېواد د رسنیو باور هم پر ځای شي، چې کله نا کله پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي پیغامونه د خبر په توګه وړاندې کوي.

اوس کاروونکي غواړي د هندواڼو په اړه د معلوماتو په ګډون د نورو شیانو معلومات له یوه بل سره شریک کړي. یو شمېر یې دا هم وايي، چې د هندواڼې ټکولو هنر له مور پلار نه ورته پاتې دی.