'له اروپايي ټولنې وتل به پر لوړو زده کړو ژورې اغیزې وکړي'

د انځور حقوق

بریتانوي پوهنتونونو ویلي، دوی به له وزیرانو وغواړي، چې د دغه هېواد په پوهنتونو کې له اروپايي اتحادیې د وتلو له پرېکړې سره هم د اروپايي محصلینو او استادانو شتون باوري کړي.

د بریتانیا پوهنتونونو مشرانو ټولنې په خبره له اروپايي اتحادیې به د بریتانیا وتلو ټولپوښتنې پایلې پر لوړو زده کړو ' ژورې اغیزې ' وکړي.

داسې باور کېږي، چې دوی وار له مخه په دې اړه له اروپايي کمشنرانو سره اړیکه کې دي.

د مخکښو څېړنیزو پوهنتونو اتحادیې روسلز په وینا دوی به له وزیرانو سره د څېړنو لپاره د ځانګړې شوې پانګې د خوندیتوب په تړاو ګډ کار وکړي.

مخکښې تعلیمي ادارې له اروپايي پانګې نه هر کال ۵۰۰ میلیونه پاونډ تر لاسه کوي.

له ټولپوښتنې مخکې د وتلو پلویانو ویل، چې دوی به له اروپايي ټولنې سره په شریکه د هغې پانګې ساتنه وکړي، چې پوهنتونونه یې له اروپايي اتحادیې تر لاسه کوي، خو دوی داسې څه نه دي ویلي، چې څنګه به دغه چاره تر سره کوي.

اوسمهال دلته د اروپايي اتحادیې ۱۲۵۰۰۰ محصلین شته، چې د بریتانوي هغو سره سم پورونه تر لاسه کوي. دغه راز د بریتانوي او د اروپايي اتحادیې پوهنتونونو تر منځ په شریکه پر یو شمېر څېړنیزې پروژو کار روان دی.

د پوهنتونونو اتحادیې مشرې جولیا ګډفیلو په خبره:

'له اروپايي اتحادیې وتل به د پوهنتونونو لپاره پام وړ ننګونې رامنځته کړي.'

هغه وايي:

د وتلو بهیر د یوې ورځې خبره نه ده، خو د وتلو په دغه موده کې به زموږ هڅه دا وي، چې زموږ د پوهنتونونو نړیوال حیثیت په ساتلو کې شته ملاتړ پر ځای وساتو.

د اتحادیې په خبره د دوی هڅه به دا وي، چې په بریتانیا کې د اروپايي ټولنې د اړوندو هېوادونو د محصلینو کار او زده کړو ته زمینه برابره وساتي.

یوه وروستي سروې ښيي، چې د بریتانوي پوهنتونونو اروپايي محصلینو د دغه هېواد اقتصاد ته درې اعشاریه اووه میلیارده پاونډه برخه ورکړي او بریتانیا کې یې له ۳۴۰۰۰ ډېرو کاري فرصتونو کې مرسته کړي.