'بریتانویانو خپل هېواد بېرته تر لاسه کړ'

د انځور حقوق Getty
Image caption بریتانیا کې به د نظر اختلاف له منځه لاړ شي، ځکه دا یو ډېر مناسب ځای دی

د امریکا متحدو ایالتونو کې د جمهوریت غوښتونکي ګوند له لوري ولسمشرۍ ته ممکنه کاندید ډونالډ ټرمپ وايي، 'دا ډېر په زړه پورې خبره ده، چې بریتانویانو له اروپايي اتحادیې نه د وتلو لپاره رایې کارونې سره خپل هېواد بېرته تر لاسه کړ.'

د سکاټلنډ آئرشایر سیمې کې د ټرمپ ټرمبیري هوټل او ګالف لوبغالي پرانیستې پر مهال په دې اړه د پوښتنې ځواب ته ټرمپ وویل، 'هغه څه چې وشوو، ډېر ښه وشوو، دا تاریخي او حیراونکې ټولپوښتنه وه.'

د نوموړي په وینا 'ټوله نړۍ کې خلک ناراضي دي، دوی د خپلو پولو ته اندېښمن دي، دوی له دې کبله ناراضي دي، چې خلک راځي او د دوی ملکونه نیسي او هېڅوک نه پوهیږي، چې دغه خلک څوک دي.'

د ډونالډ ټرمپ په وینا 'بریتانیا، امریکا او نورو ډېرو هېوادونو کې خلک ناراضي دي او وايي دا باید وروستي څه نه وي.'

د انځور حقوق AP

د بریتانیا ټولپوښتنې په اړه د خبرو پر مهال ټرمپ وویل، 'بریتانیا کې به د نظر اختلاف له منځه لاړ شي، ځکه دا یو ډېر مناسب ځای دی، ما ویلي و، چې همداسې به کېږي، چې وشول او فکر کوم دا ډېره ښه خبره ده، ځکه اصلاً دوی بېرته خپل هېواد تر لاسه کړ او دا ډېره ښه خبره ده.'

له ډونالډ ټرمپ نه د بریتانوي لومړي وزیر د استعفا په اړه پوښتنه وشوه، نوموړي وویل، 'دا ښه نه دي شوي.'

ټرمپ دوه کاله مخکې دبۍ کې له یوه شرکته د ګالف ډګر او هوټل پیرلي وو او د ۲۰ میلیونو ډالرو له لګښت وروسته یې د جمعې په ورځ پرانیستل.

نوموړي دغه لوبغالی او هوټل ته د ټرنبیري ګالف کورس او هوټل نوم ورکړی.

سکاټلنډ ته د نوموړي له راتګه مخکې نیم میلیون کسانو یو غوښتنلیک لاسلیک کړی و، چې پکې یې له حکومته وغوښتل، بریتانیا ته د نوموړي پر راتګ باید بندیز ولګوي.

ګالف ډګر ته د نوموړي له راتګه مخکې له لوبغالي بهر لسګونو کسانو د هغه پر ضد مظاهره وکړه او شعارونه یې ورکول، چې ''توکمپالنه نه منو.''