"اسلامي دولت" د سوریې شمال کې "۹۰۰ کردي ولسي وګړي" نیولي

د سوریې دیموکراټ ځواکونه د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې دیموکراټ ځواکونه

یوه کردي چارواکي او فعالانو ویلي، "اسلامي دولت" ډلې د سوریې شمالي حلب ولایت کې ښار ته څېرمه د دغې ډلې د ټینګ سنګر د نیولو پر سر د جګړې په اوږدو کې له تېرو درو اونیو راهیسې شاوخوا ۹۰۰ کردي ولسي وګړي نیولي.

د سوریې د بشري حقونو بریتانیا مېشې څار ډلې ویلي، ۹۰۰ ولسي وګړي په الباب ښار کې نیول شوي.

سرچینه وايي، دوی د سوریې د ننه له همکارو شبکو سره په اړیکه کې دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د سوریې د دیموکراټو ځواکونو د ویاند سرفان درویش له خولې ویليو تر ۹۰۰ ډېر کسان په منبج کې د "اسلامي دولت" ډلې د ټینګې سنګ د نیول کېدو په غچ کې نیول شوي دي.

درویش وايي: "هرکله چې "اسلامي دولت" ډلې ماتې خوړلې، غچ یې له ولسي وګړو اخیستی".

د انځور حقوق Reuters
Image caption منبج کې د اسلامي دولت او د سوریې دیموکراټو ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده

د څار ډله او درویش وايي، ځینې نیول شوي کسان د کندو (خندقونو) کیندلو ته اړایستل شوي او پاتې نور په توقیفځایونو کې دي.

دا مهال د "اسلامي دولت" ډلې او د سوریې د دیموکراټو ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې د امریکا په مشرۍ یې د ایتلاف الوتکې ملا تړي.

د منبج ښار د بېرته نیول کېدو پرسر جګړه روانه ده.

Image caption منبج د اسلامي دولت ډلې ټینګ سنګر ګڼل کېږي، چې له ترکیې سره ګډه پولهلري
Image caption د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان وايي، تر ۳۰۰۰ ډېر ولسي وګړي له منبج نه د جګړې له کبله وتلي

ورته مطالب