"اسلامي دولت" ډلې د اردن پر پوځ ځانمرګی برید کړی

په برید کې څلور پوله ساتي سرتېري او دوه د عام امنیت د ملي ګارد ساتونکي وژل شوي. د انځور حقوق AFP
Image caption په برید کې څلور پوله ساتي سرتېري او دوه د عام امنیت د ملي ګارد ساتونکي وژل شوي.

"اسلامي دولت" نومې ډلې له سوریې سره پر پوله د اردن پر پوځ ځانمرګی برد کړی، چې لږترلږه شپږ اردني پوځيان پکې وژل شوي.

په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د "اسلامي دولت" جنګیالیو د الرکبان ښار د کډوالو پنډغالي ته څېرمه برید کړی دی.

دغې ډلې وړاندې د "اردن پولې" له منځه وړلو ګواښ کړی و.

اردن د امریکا په مشرۍ د "اسلامي دولت" ضد ایتلاف کې غړیتوب لري.

دغه ایتلاف په سوریه کې د یادې ډلې پر ټینګو مورچلو هوايي بریدونه کوي.

د الرکبان برید په ۲۰۱۱ کال د سوریې د شخړې له پیلېدا راهسې، په اردن کې کې لومړی برید دی.

ویل کېږي ځانمرګي بریدګر د اردن پر پوله له چاودېدونکو توکو خپله ډکه لارۍ د اردني پوځ یوه مرکز ته څېرمه چوولې ده.

په برید کې څلور پوله ساتي سرتېري او دوه د عام امنیت د ملي ګارد ساتونکي وژل شوي.

د اردن پاچا عبدالله دغه برید غندلی چې وايي اردن "په اوسپنیز لاس" هره هغه ډله ووهي چې د امنیت او پولې د خرابولو هڅې کوي.

د انځور حقوق EPA

اردن له برید ورسته د خپلې شمالي او شمال ختیځې پولې د پوځي سیمو د بندولو اعلان وکړ.

مرستندویان وايي، په الرکبان پنډغالي کې ۵۰ زره کډوال ایسار دي، چې اردن ته د ننوتلو په تمه په ډېر ناوړه حالت کې اوسېږي.

ورته مطالب