لبنان کې پرله پسې ځانمرګي بریدونه شوي

د انځور حقوق AP

رپوټونه وايي، د لبنان ختیځ کې د ګمرکونو دفتر ته څېرمه ۴ د ګڼې ګوڼې پرمهال پرله پسې ځانمرګو بریدونو کې لږترلږه پنځه کسان وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي. بریدونه د لبنان پولې ته څېرمه شوي.

بریدونه په "القاع" سرحدي سیمه کې شوي.

معمولاً په دې سیمه کې مسیحیان مېشت دي.

د لبنان ملي خبري اژانس ویلي: "ټپیان حکومتي روغتون او په الهرمل کې د البتول په نامه روغتون ته لېږدول شوي".

سرچینه وايي، هر برید له مخکیني هغه لس دقیقې وروسته شوی.

تر اوسه د دغو بریدونو پړه چا نه ده منلې.

د لبنان حزب الله اړوندې (المنار) تلوېزیون ویلي، لږترلږه دوه ځانمرګي بریدونه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوي دي.

د لبنان په ګاونډۍ سوریه کې د کورنۍ جګړې له کبله لبنان کې فرقه ییزې شخړې او وژنې هم ډېرې شوې دي.

المنار ادعا کوي، چې برید د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې سخت دریځو کړی دی.

د انځور حقوق AFP