اروپايي مشرانو له بریتانیا سره غیر رسمي خبرې رد کړې

د انځور حقوق

جرمني فرانسه او ایټالیا وايي، تر هغې چې بریتانیا له ټولنې د وتلو چارې پیل کړې نه وي، دوی به ورسره غیر رسمي خبرې و نه کړي.

د جرمني لومړۍ وزیرې اېنګلامېرکل په برلن کې د هغې غونډې کوربنه وه، چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د ایټالیا لومړي وزیر ماتیو رینزي هم پکې ګډون کړی و.

ګډونوالو مشرانو د اروپايي اتحادیې د پیاوړتیا لپاره پر نویو انګېزو ټینګار وکړ. تېره پنجشنبه د ۵۲ سلنې په اکثریت بریتانویانو په ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې د وتلو لپاره رایې ورکړه.

مېرمن مېرکل ګډې خبرې غونډې ته وویل:

''موږ د یوې هوکړې له مخې په دې یوه خوله یو، چې د اروپايي ټولنې د قرارداد ۵۰ ماده ډېره څرګنده ده او هغه داچې که د ټولنې کوم غړی هېواد غواړي ټولنه پریږدي، باید اروپايي شورا ته په دې اړه خبر ورکړي. ''

تر هغه مهاله هېڅ کوم بل اقدام نه شي کېدای او یوازې هغه مهال به اروپايي شورا نوې لارښونه وکړي، چې له مخې به یې د وتلو په اړه خبرې کېږي.

د دې معانا دا ده چې موږ په یوه خوله وایو، چې تر څو بریتانیا له اروپايي ټولنې د وتلو رسمي اجازه نه وي غوښتې، نه خو ورسره رسمي خبرې کېږي او نه هم غیر رسمي.

فرانسوي ولسمشر اولاند او د ایټالیا لومړي وزیر رینزي ټینګار وکړ، چې څومره ژر کېدای شي باید بریتانیا له ټولنې د وتلو چارې تر سره کړي او وايي پاتې ۲۷ هېوادونه باید شته ننګونو سره مبارزې ته توجه وکړي.

ښاغلي اولاند زیاته کړه:

''زموږ مسوولیت دا دی، چې د برتیانیا وتلو او د پاتې ۲۷ هېوادونو په اړه پر پوښتنو نور باید وخت ضایع نه کړو، بې ثباتي ډېر ناوړه ناورین دی.''