هند: ازموینه کې تر ټولو ډېرې نومرې ګټونکې محصله زنداني شوه

د انځور حقوق

یوه هندۍ محصله په دویم ځلي ازموینه کې له پاتې راتلو وروسته د ټګۍ برګۍ په تور زندان ته ولېږله شوه.

روبي رای د بهار ایالت ازموینو کې لومړی ځای ګټلی و، خو بیا یې په یوه ویډیويي مرکه کې ویلي و، چې ازموینه کې د دې مهم مضمون ' سیاسي علوم ' د اخلي پخلي اړوند مضمون و.

د دغې ویډیو له خپرېدو وروسته له نوموړې وغوښتل شول، چې دویم ځلې ازموینه ورکړې او له نابریالیتوب وروسته یې پخوانۍ پایله لغو او زنداني شوه.

د یکشنبې په ورځ دغه نجلۍ یوې محکمې ته وړاندې شوه او قاضي د جولای میاشتې تر اتمې نېټې پورې زندان ته ولېږله. زندان ته د هغې د لېږلو پر پرېکړه نیوکې شوې، چې وايي عمر یې کم دی او باید د زندان پر ځای د ځوانانو اصلاحي مرکز ته لېږله شوې وای.

د هندو ورځپاڼې د پولیسو ځايي مشر مانو مهاراج له قوله ویلي، چې اغلې رای باید ثابته کړې، چې ماشومه ده، خو دا یې نه دي ویلي، چې څنګه. یوه ایالتي وزیر بیا ویلي حکومت باید محصلینو ته د سزا ورکولو پر ځای یو شفاف سسټم رامنځته کړي.

په ورته مهال د ځینو نورو زده کونکو د نیولو لپاره هم امر شوی. د سوراب شریستا نومي یوه محصل د نیولو امر له دې کبله وشو، چې نوموړي په ساینس مضمون کې تر ټولو ډېرې نومرې اخیستې وې، خو وروسته یې و نه شوای کړای ووايي، چې ایچ دوه او اوبه وې.

اې ایف پي خبرې اژانس د پولیسو له خولې ویلي، چې نور ۱۸ کسان هم په ازموینو کې د ټګیو برګیو په تور نیول شوي دي.

هغه ازموینه اخیستونکي، چې له اغلې رای نه یې دویم ځلي ازموینه اخیستې وايي، د هغې ځوابونو حیران کړل. دوی وايي له هغې نه یې پوښتنه کړې وه، چې د مشهور هندي شاعر تلسي داس په اړه یوه لیکنه وکړي، خو وايي د هغې ځواب یوازې دا و، چې تلسي داس جي پرڼام '' تلسي داس صیب ته سلام ''

پروسږ کال په دغه ایالت کې د ازموینې په ورځ د محصلینو د مور پلار داسې تصویرونه اخیستل شوي وو، چې له دیوالونو اوښتل او خپلو اولادونو ته یې د ازموینې د پوښتنو ځوابونه ورکول.

سږ کال ایالتي حکومت په ازموینو کې د نقل او ټګي برګي مخنیوي لپاره د زندان سزا په ګډون د سختو اقداماتو اعلان کړی و. په ازموینو کې د خورا لږو محصلینو بریالیتوب ته په داسې نظر کتل کېدل، چې ګواکي دغه اقدامات بریالي دي، خو داسې ګومان یوازې تر هغه مهاله کېده، چې د اغلې رای مرکه نه وه خپره شوې.