اسراییل ترکیې ته شل میلیونه ډالره تاوان ورکوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ماوې مارمارا نومي بېړۍ غزې ته پر لاره وه، چې اسراییلي پوځیانو پرې ډزې وکړې

اسراییل او ترکیې یوه هوکړه کړې، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو تر منځ د لسو ترکي کارکونکو وژل کېدو له کبله راپورته شوی شپږ کلن تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.

وژل شوي ترکي کارکونکي غزې ته پر لاره وو، چې د اسراییلي پوځ له لوري پرې ډزې وشوې. د اسراییلو لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو وايي، دا یې د هېواد پرمختګ لړ کې یو مهم ګام دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان هم هیله مندي ښوولې، چې دې سره به غزه کې حالاتو کې ښه والی راشي.

د هوکړې له مخې به له ترکیې نه فلسطیني سیمو ته د مرستو رسولو او ودانیزو چارو تر سره کولو اجازه وي.

اسراییل به د وژل شویو کارکونکو کورنیو ته ۲۰ میلیونه ډالره تاوان هم ورکوي.

د هوکړې تفصیلات به لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو په روم کې او د هغه ترک سیال بن علي یلدرم په انقره کې اعلان کړي.

اسراییل او ترکيه نژدې متحدین وو، خو د ۲۰۱۰ کال په مې میاشت کې اسراییلي کوماندو ځواکونو پر هغې ترکي کښتۍ ډزې وکړې، چې غزې ته روانه وه.

هغه مهال له اسراییلي پوځانو سره نښته کې لس فلسطین پلوه ترک کارکونکي، چې یوه پکې د امریکا تابعیت هم درلود ووژل شول او لسګونه نور کسان ټپیان شوو.

دواړو لورویو پر یوه بل د تاوتریخوالي د پیلولو تورونه پورې کړي وو. کارکونکو ویلي و، چې پوځیانو بېړۍ ته له رسېدو سره سم ډزې پیل کړې.

اسراییلو ویلي و، چې پوځیانو هغه مهال ډزې وکړې، چې له چاقوګانو، کوتکو او ټوپکو سره پرې برید وشو. د ملګرو ملتونو له لوري په پیل شویو څېړنو کې دا معلومه نه شوه، چې اسراییلي پوځیانو کله ډزې پیل کړې وې.