د وژنې محاکمې کې عیني شاهد توتي؟

د انځور حقوق Getty

د امریکا مشي ګن ایالت کې منصفه پلاوی پر دې غور کوي، چې د وژنې یوې قضیې کې یو توتي د عیني شاهد په توګه ومني که نه.

پر ۴۸ کلنې ګیلینا ډیورم تور دی، چې ګواکې د توتي پر وړاندې یې خپل میړه مارټن ډیورم وژلی دی.

دغه سړی ۲۰۱۵ کال کې وژل شوی و. د وژل شوي سړي خپلوان وايي بډ نومي دغه افریقايي نژاد توتي د دواړو تر منځ لفظي شخړه اورېدلې او د دوی د خبرو وروستي ټکي تکراروي.

ځايي منصفه پلاوی وايي، دوی ته تر اوسه معلومه نه ده، چې یو مرغه د عیني شاهد په توګه منل کېدای شي که نه. د نیوې ګو سیمې قاضي رابرټ سپرنګ سټیډ ډیټرویټ فري پریس ته ویلي:

''موږ اوس په دې اړه غور کوو، چې ایا په دې لړ کې د توتي شاهدي د منلو ده او که نه او دا چې له ده نه تر لاسه شوي معلومات د باور وړ دي که نه.''

پر ګیلینا تور دی، چې پر خپل میړه یې پنځه ډزونه کړي او بیا یې د ځانوژنې هڅه کړې وه.

د انځور حقوق ABC
Image caption پر ګیلینا ډیورم تور دی چې خپل میړه یې وژلی دی

اوس دغه توتي د ښاغلي ډیورم له پخوانۍ مېرمنې کرسټینا کلر سره دی.

هغه فکر کوي، چې توتي د وژنې شپې لیدلې او هغه خبرې تکراروي، چې اورېدلې یې دي، چې دغه خبرې په ډونټ شوټ ' کنځل '، ' ډز و نه کړې ' جملو سره پای ته رسیږي.

د وژل شوي سړي مور پلار هم ورته فکر کوي. د ښاغلي ډیورم پلار ځايي رسنیو ته ویلي، زه شخصاً فکر کوم، چې توتي په هغه شپه هلته موجود و د هغه خبرې په زړه دي او تکراروي یې.

د ډیورم مور لیليئن ډیورم وايي: ''دغه مرغه هر څه یادوي او ډېرسپین سترګی دی.''

د ښاغلي سپرنګ سټیډ په وینا 'داسې ډېر لږ احتمال شته چې توتي به محکمې ته د د شاهدي لپاره وبلل شي.'