د استانبول پر هوايي ډګر بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۴۱ ته ورسېد

د انځور حقوق Getty

د ترکیې پر اتاترک هوايي ډګر د ځانمرګي برید او ډزو پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۱ ته رسېدلی دی.

وژل شویو کې ۱۳ بهرنیان هم شامل دي. د استانبول ښاروال وايي پېښه کې ۲۳۹ کسان ټپیان شوي دي. د سې شنبې په ورځ ماښام ناوخته درې بریدګر په یوه ټیکسي ګاډي کې دغه هوايي ډګر ته ورسېدل او ډزې یې پيل کړې.

د پولیسو له لوري له ځوابي ډزو وروسته بریدګرو په ځانونو پورې تړلي باروت وچوول.

که څه تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدرم د پړې اشاره اسلامي دولت نومي ډلې ته کړې.

ترکیې حکومت د سې شنبې ورځ د ملي ویر ورځ نومولې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه برید غندلی او د ترهګرۍ پرضد یې د "ګډې جګړې" غوښتنه کړې ده.

+ د استانبول هوايي ډګر برید (انځورونه)

د ترکیې لومړی وزیر بن علي یلدرم د چارشنبې په ګهیځ هوايي ډګر ته ولاړ او هلته یې خبریالانو ته وویل، لومړنۍ نښې ښکاري چې دا برید دې "اسلامي دولت" نومې ډلې کړی وي، خو تر اوسه دغې ډلې کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

یلدرم زیاته کړه، ښکاري چې د داعش درو ځانمرګو بریدګرو پر ځان پورې له تړل شویو چاودېدونکو توکو له چوولو وړاندې پر مسافرو ډزې کړې.

دی وايي، هوايي ډګر به په ځايي وخت ګهیځ درې بجې (د ګرینویچ شپه) د مسافرو پر مخ پرانیستل شي.

امریکا هم دا "ناوړه" برید غندلی چې وايي، "د ترکیې تر څنګ ټینګه ولاړه ده".

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر اشټاینمر ویلي: "موږ د قربانیانو په غم کې شریک یو... او د ترکیې تر څنګ ولاړ یو".

د ترکیې د عدلیې وزارت په وینا، یوه برید کوونکي د کلاشنیکوف خوله پر خلکو ورواړوله. رپوټونه وايي، کله چې امنیتي ځواکونو غوښتل له بریدګرو سره کېوځي، برید کوونکو پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.

Image caption یلدرم زیاته کړه، ښکاري چې د داعش درو ځانمرګو بریدګرو پر ځان پورې له تړلو چاودېدونکو توکو له چوولو وړاندې پر مسافرو ډزې کړې.
د انځور حقوق AP

د برید په لومړي سر کې روغتونونو ته د ټپیانو په لېږدولو کې له ټکسيانو هم ګټه اخیستل شوې ده.

د ترکیې انادولو رسمي خبري اژانس ویلي، د ۶ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق Reuters

د پېښې په ځای کې د بي بي سي خبریال مارک لوین وايي، ښکاري چې د استانبول پر هوايي ډګر برید همغږی و.

د استانبول یوه چارواکي ویلي: "درو ځانمرګو برید کوونکو دغه برید کړی".

د سوېلي افریقا یوه وګړي، چې د برید پر مهال په هوايي ډګر کې و اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي: "یو سړی مې ولید چيغې یې وهلې. تور کالي یې وو او وسله یې په لاس کې وه".

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هم دغه برید غندلي. د نوموړي ویاند ویلي: "سرمنشي د قربانیانو له کورنیو او د ترکیې له خلکو او دولت سره خپله ژوره غمشریکي ښودلې ده".

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AP

د استانبول اتاتورک هوايي ډګر یو کال وړاندې له فرانکفورټ او د لندن له هیترو او د پاریس له شارل دوګل وروسته په اروپا کې تر ټولو ډېر د ګڼې ګوڼې ډک هوايي ډګر ګڼل شوی. په ۲۰۱۵ کال له دغه هوايي ډګره تر ۶۱ میلیون ډېرو مسافرو سفر کړی دی.

په وروستیو میاشتو کې ترکیه د خونړی بریدونو شاهده وه.

د وروستیو بریدونو پړه د کرد بېلتونپالو پر ډلې او یا "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې اچول شوې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption چارواکي وايي په دغه پېښه کې درې بریدګر ښکېل وو.
د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو د هوايي ډګر په دروازه کې پر بریدګرو ډزې کړي دي.

ترکیه کې وروستي لوی بریدونه

۲۰۱۶

جون ۷، استانبول: موټربم چاودنهې اته پولیس افسران او څلور ولسي وګړي ووژل. پړه یې د کردي اورپکو ډلې پرغاړه واخیسته

مارچ ۱۹، استانبول: خرڅلاوځي کې ځانمرګي برید څلور کسان ووژل. پړه یې داعش ومنله

مارچ ۱۳، انقره: موټربم ۳۴ کسان ووژل. پړه یې د کردي اورپکو ډلې ومنله

فبروري ۱۷، انقره: بسونو کې پر پوځيانو برید ۲۹ کسان ووژل. پړه یې د کردي اورپکو ډلې ومنله

جنوري ۱۲، استانبول: په سیاحتي سیمه کې د سوریې یوه بریدګر ۱۱ جرمنیان ووژل

۲۰۱۵

دسمبر ۲۳، استانبول: د استانبول سبیحه کوکچین هوايي ډګر یوه صفاکار وواژه. پړه یې د کردي اورپکو ډلې ومنله

اکتوبر ۱۰، انقره: د اورګاډي له تمځي بهر سوله ییز لاریون کې چاودنې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل. پړه یې داعش ومنله

جولای ۲۰، سوروچ، سوریې ته څېرمه: د کردانو ښار کې چاودنې ۳۴ کسان ووژل. پړه یې داعش ومنله

ورته مطالب