د تور بکس ارزونې؛ تر نسکورېدو وړاندې مصرۍ الوتکې کې لوګی و

د انځور حقوق EPA

مصري څېړونکي وايي؛ د مصر هوایي شرکت (ایجپټ ایر) د اېم اېس ۸۰۴ الوتنې د تور بکس معلومات ښيي چې تر نسکورېدو وړاندې د الوتکې په کابین کې لوګی و.

دغه الوتکه د مې په ۱۹ له ۶۶ مسافرو او خدمې سره له پاریس نه قاهرې ته روانه وه چې د مدیترانې سمندرګي کې ولوېده.

تر نسکورېدو څو دقیقې وړاندې چې کوم اتومات الکترونیکي پیغامونو الوتکې لېږلي ښيي چې په تشناب او د پیلوټ تر کابین لاندې د الوتکې الکترونیکي تجهیزاتو کوټه کې لوګی و.

څېړونکي وایي، تور بکس هم همدغه معلومات لري.

د الوتنې د معلوماتو او د پیلوټ کابین د غږونو ثبت دستګاوې چې تور بکسونه یې بولي، په دې وروستیو کې د مدیترانې اوبو کې وموندل شول.

د الوتنې معلوماتو دستګاه وړاندې رغول شوې او بل تور بکس رغونه په فرانسه کې روانه ده چې د پیلوټ کابین غږونه ثبتوي.

د مصر تحقیقاتو کمېټې همداراز وویل، د الوتکې مخکنۍ برخې ځینو برخو کې "د زیات ګرم والي او لوګي له امله د تخریب نښې نښانې" لیدل کېږي.

الوتکې له نسکورېدو وړاندې د مرستې غوښتنه نه وه کړې او د لوېدو علت لا هم ګومان دی.

ورته مطالب