د استانبول هوايي ډګر بریدګر 'روسي، قرغیز او ازبک' وو

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ترکي رسنیو له رپوټونو وروسته یوه ترک چارواکي رویټرز خبري اژانس ته د بریدګرو د زېږېدو هېوادونو نومونه تایید کړي دي

ترکیې کې سرچینې وايي، هغه ټول بریدګر چې د سې شنبې په ورځ یې د استانبول پر اتاترک نړیوال هوايي ډګر خونړي بریدونه وکړل، د پخواني شوروي اتحاد د بېلو سیمو اوسېدونکي وو.

ویل کېږي له دوی نه یو د روسیې شمال کې د قفقاز، یو د قرغیزستان او درېیم هغه د ازبکستان اوسېدونکی وو.

ترکي چارواکي په دې باور دي، چې دغه برید اسلامي دولت نومي ډلې کړی دی، چې پایله کې یې ۴۳ کسان ووژل شول او ۲۳۰ کسان په کې ټپیان شوو.

پولیسو د دغه برید په تړاو په استانبول کې ۱۳ او یو شمېر نور کسان په ازمیر ښار کې نیولي دي.

د وژل شویو کسانو په اړه تازه معلومات ښيي، چې ډېر یې د هوايي ډګر کارکونکي وو.

ترکي رسنیو یو تصویر خپور کړی، چې ښيي له بریده مخکې درې سره بریدګر یوځای وو، د پاخه رنګ جمپرونه یې اغوستي او بېکونه یې پر اوږو دي. له دوی نه د دوو خولۍ پر سر دي او یو د خندا په حال کې ښکاري.

د انځور حقوق Getty
Image caption د وژل شویو کسانو په اړه تازه معلومات ښيي، چې ډېر یې د هوايي ډګر کارکونکي وو

د ترکي رسنیو له رپوټونو وروسته یوه ترک چارواکي رویټرز خبري اژانس ته د بریدګرو د زېږېدو هېوادونو نومونه تایید کړي دي.

ځینو خبري اژانسونو د یوه بریدګر نوم عثمان وادینوف یاد کړی دی، چې وايي ۲۰۱۵ کال کې د سوریې له رقې سیمې نه ترکيې ته اوښتی.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس په رپوټ کې د چارواکو له خولې هغه ادعاوې رد شوي، چې ګواکې نوموړی د چیچنیا اوسېدونکی و.

د برید تنظیمونکی د ترک رسنیو په رپوټونو کې د احمد چاتایف په نوم یاد شوی، چې وايي اسلامي دولت نومي ډلې ته یې وسله والو موندل او د امریکا په هغه نوملړ کې یې نوم شامل دی، چې پر ترهګرو د بندیزونو په اړه دی.

د نوموړي برخلیک دم ګړۍ معلوم نه دی.

اسلامي دولت نومي ډلې ته د پخواني شوروي اتحاد له هغو سیمو چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي، ګڼ وسله وال ورغلي، چې اکتوبر کې یې روسي ولسمشر ولادمیر پوتین شمېر له ۵۰۰۰ تر ۷۰۰۰ کسان بللي.

د استانبول د دغه برید د قربانیانو شمېر اوس ۴۳ کسانو ته رسېدلی، چې ۱۹ یې بهرنیان دي او یا غبرګ تابعیت لري او ګڼ شمېر لا هم روغتونونو کې په اندېښمنونکي حالت کې بستري دي.