'که هالیووډ فلمونو کې مهم رول راکړل شي، غور پرې کوم'

Image caption نوازالدین صدیقي وايي، که هالیووډ ته ځم نو کوچني رول پسې نه ګرځم

د هندي فلمونو وتلی ستوری نوازالدین صدیقي وايي، که د بالیووډ فلمونو کې ورته د رول لوبولو وویل شي، غور به پرې وکړي، خو وايي یوازې مهم رول لوبول غواړي.

دا وروستیو کې د رمن راګو ۲.۰ نومي فلم نندارې ته وړاندې شوی او بي بي سي سره خبرو کې صدیقي وویل، د دغه فلم جوړونکی انوراګ کشیپ خورا تکړه فلم جوړونکی دی، چې وايي د هغه فلم کې د رول لوبولو پر مهال سړی ډېر خوښ وي او فکر کوي د نړۍ تر ټولو مهم فلمي لوبغاړی دی.

د انځور حقوق Spice PR

دغه فلم تېره اونۍ هند کې نندارې ته وړاندې شو او د ۱۹۶۰ کلونو یوه وژونکي کس رمن راګو پر ژوند جوړ شوی دی.

دغه وژونکي هغه مهال په ممبۍ کې پرلپسې یو شمېر کسان وژلي وو. له صدیقي نه وپوښتل شول، چې د دغه رول لوبولو پر مهال یې څنګه محسوسول، نوموړي وویل، ددغسې رول لوبولو پر مهال ممثل وبوږنیږي، خو د تمثیل پر مهال یې خوند هم اخلي.

نوموړی وايي، دغه ډول کرېکټرونه د ټولنې برخه ده او فلمونو کې د هغوی د انجام په اړه خبرې کېږي.

بالیووډ فلمونو کې د رول لوبولو په اړه نوموړی وايي، زه دې ته اړتیا نه وینم، چې فلمونو کې د رول لپاره بالیووډ لپاره لاړ شم، هلته په فلمونو کې د غیر مهم رول موندلو لپاره باید یو استازی وساتم او هغه ته پېسې ورکړم، له هغه به غورهع دا وي، چې همدلته بالیووډ کې د خپلې خوښې رول ولوبووم.