اروپايي ټولنه: له وتن مخکې له بریتانیا سره سوداګریزې خبرې نه کوو

د انځور حقوق EPA
Image caption انا سیسیلیا ملمسترون ویلي، له اروپايي ټولنې تر وتلو وروسته به بریتانیا له یورو سیمې سره په سوداګریزو خبرو کې درېیم هېواد ګڼل کېږي.

د اروپايي ټولنې د سوداګریزو خبرو مشرې ویلي، د بریتانیا له بشپړې وتنې مخکې به له دغه هېواد سره سوداګریزې خبرې ونه کړي.

انا سیسیلیا ملمسترون ویلي، له اروپايي ټولنې تر وتلو وروسته به بریتانیا له یورو سیمې سره په سوداګریزو خبرو کې درېیم هېواد ګڼل کېږي.

نوموړې دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (جون ۳۰) له بي بي سي سره په خبرو کې وکړې:

"په حقیقت کې به موږ دوه جلا خبرې ولرو؛ لومړۍ خبرې چې له ټولنې د وتلو لپاره ضروري دي او بیا له وتلو ورسوته خبرې، هغه خبرې چې له اروپايي ټولنې سره د دغه هېواد د نوې سوداګرۍ د څرنګوالي لپاره لازمې دي".

"هغه ټولپوښتنه چې موږ پام ورته وکړ او پایلو ته یې هم درناوی لرو؛ له قانوني اړخه د اروپايي ټولنې لپاره هېڅ مشروعیت نه لري. د وتلو بهیر له هغې شېبې پیلېږي چې لومړی وزیر رسماً له اتحادیې د خپل هېواد و تلو اعلان وکړي؛ دا هغه ګام دی چې د بریتانیا راتلونکی لومړی وزیر به یې پورته کوي".

د اغلې ملمستروم په وینا، له اروپايي ټولنې د بریتانیا له وتلو وروسته به له دغه هېواد سره د سوداګرۍ نړیوال سازمان د ګټو پربنسټ سوداګریزې خبرې کېږي.

د اروپايي ټولنې د سوداګریزو خبرو مشرې دا هم ویلي چې "دا بهیر به د اروپايي ټولنې هېوادونو ته یو ګوزار وي، خو بله چاره نه شته او د ټولپوښتنې پایلې هم روښانه دي. زه خواشینې یم چې د ازاد تجارت د یوه دودیز ملاتړي هېواد په توګه بریتانیا اوس اروپايي ټولنه پرېږدي".

ورته مطالب