سکارلټ جوهانسن تر ټولو ګټیالۍ فلمي لوبغاړې

د انځور حقوق getty

د "فلم باکس افېس موجو" وېبپاڼې پربنسټ، سکارلټ جوهانسن د هغو لسو فلمي لوبغاړو په کتار کې لومړی مقام خپل کړی، چې فلمونو یې ډېرې پیسې ګټلې دي.

دغه وېبپاڼه د لوبغاړو هغه فلمونه لست کوي، چې تر نورو یې ډېرې پیسې ګټلې دي.

په دې نوملړ کې هیریسن فورډ لومړی نمبر دی، چې ۴۱ فلمونو یې ۴٫۹ میلیارد ډالر ګټلي، خو سکارلټ ۳۷ فلمونه جوړ کړي، چې په امریکا کې یې تر ۳٫۳ میلیارد ډېر ډالر ګټلي دي.

دغه ۳۱ کلنه لوبغاړې په لسو لوبغاړو کې تر ټولو د کم عمره ده.

د نوملړ لس لوبغاړي

۱ ـ هیریسن فورډ

۲ ـ سیمویل ایل جیکسن

۳ ـ مورګن فري من

۴ -ټام هینکس

۵ - رابرټ ډاوني جونیېر

۶ - ایډي مرفي

۷ - ټام کروز

۸ - جوني ډیپ

۹ - مایکل کین

۱۰ - سکارلټ جوهانسن