بان کي مون: د ترهګرۍ ضد ستراتیژي ته بیا کتنه پکار ده

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ناهيلي ښوولې چې نړيوال پر يوې واحدې ترهگرۍ ضد ستراتيژۍ هوکړه کې پاتې راغلي دي.

ښاغلي بان دا څرگندونې د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته کولې چې ترهگرۍ ضد نړيوالې ستراتيژۍ ته د بيا کتنې په موخه جوړه شوې وه.

د ملگرو ملتونو د سرمنشي دا وينا داسې مهال مخې ته راځي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خلک له ترهگرۍ څخه سخت کړېږي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي وايي د ترهگرۍ ضد نړيوالې ستراتېژۍ ته اوس تر پخوا هر وخت ډېره اړتيا ده او له نړيوالو يې وغوښتل چې د دغې پديدې په وړاندې اغېزمنې مبارزې لپاره له نژدې سره کار وکړي.

ښاغلي بان چې د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته وينا کوله وويل "د ترهگرۍ ضد ١٠ کاله وړاندې جوړې شوې نړيوالې ستراتېژۍ ته بيا کتنه ځکه اړينه ده چې د تاوتريخجنو توندلارو نظريو خپرېدل يې په وړاندې د نه وړاندوينې وړ ننگونې رامنځته کړي."

ښاغلى بان په دې باور دى چې د نويو جگړو په مخنيوي کې د محدودې بريا، وسلو ته اسانه لاسرسي، او پر پولو د بهرنيو اورپکو د تگ راتگ د شونتيا له امله ترهگرو توانېدلي چې پراخې سيمې لاندې کړي او همداراز سرچينو او وگړو ته لاسرسى ومومي.

بان کي مون وويل، د ترهگرۍ ښکارنده له مذهب، مليت او توکم سره نه شي تړل کېداى او پر يوې مذهبي يا توکميزې ډلې دغه راز پړه اچول لا ترهگرۍ ته لار پرانيزي.

د انځور حقوق AFP
Image caption بان کي مون وويل، د ترهگرۍ ښکارنده له مذهب، مليت او توکم سره نه شي تړل کېداى او پر يوې مذهبي يا توکميزې ډلې دغه راز پړه اچول لا ترهگرۍ ته لار پرانيزي.

د ښاغلي بان په وينا، ترهگر له دغه راز منفي کړنو گټه پورته کوي او په مټ يې خپلو ليکو ته سرتېري ورماتوي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي له حکومتونو يې وغوښتل چې په دې برخه کې ملي پلانونه پلي کړي او هغه لاملونه هم په پام کې ونيسي چې ترهگري زېږوي، خو ټينگار يې دا و چې له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې اخلاقي اصولو او نړيوالو بشري قوانينو ته ژمنتيا له پامه ونه غورځوله شي.

ورته مطالب