د بنګله دېش یرغمل پېښې ټول قربانیان بهرنیان دي

Image caption د بنګله دېش لومړۍ وزیرې حسینې واجد پر تلوېزیون خپله وینا کې ویلي، دولت به یې د ترهګرۍ جرړ وباسي:

د بنګله دېش حکومت وايي، د پلازمېنې ډاکې په یوه کېفې کې د مشکوکو اسلامپالو د یرغمل پېښه او نښته کې ۲۰ یرغمل شوي کسان وژل شوي، چې ټول بهرنیان دي.

وړاندې د بنګله دېش حکومت ویلي وو، شپږ برید کوونکي وژل شوي او یو نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې ۹ ايټالويان، ۸ جاپانيان او ۱ هندۍ وژل شوي دي.

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې حسینې واجد پر تلوېزیون خپله وینا کې ویلي، دولت به یې د ترهګرۍ جرړې وباسي:

"ما ډېر ټکان وخوړ، دا کوم ډول مسلمانان دي؟ دوی هېڅ دین نه لري. زما حکومت به له بنګله دېشه د ترهګرۍ او اورپکۍ جرړې وباسي".

د برید پړه د "اسلامي دولت" نومې ډلې منلې ده.

د انځور حقوق AP

تېره ماښام په وسلو سمبالو کسانو لږترلږه هلته دوه ویشت کسان یرغمل کړل.

Image caption رویټرز خبري اژانس وايي، د بنګله دېش د پوځ نژدې ۸۰۰ کومانډو او پولیس پر کېفي برید کې ګډون لري.

عیني شاهدانو ویلي، د پولیسو او کومانډو په برید کې د متقابلو ډزو غږونه اورېدل شوي او لس دقیقې وروسته ډزې بندې شوې دي.

پولیسو له کورنیو تلوېزیونونو غوښتي چې د پېښې په تړاو ژوندۍ وېډیوګانې خپرې نه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق AFP

بنګله دېش کې د بي بي سی خبریال، چې د پېښې سیمې ته نژدې ورغلی وايي، د پولیسو د برید مشري د بنګله دېش د سمندري او ځمکنیو ځواکونو قومندانان کوي.

د برید سیمه (هُلي کېفې) شاوخوا کوڅې او سړکونه له زغره والو او پوځي ګاډو ډک ښکاري.

رویټرز خبري اژانس وايي، د بنګله دېش د پوځ نژدې ۸۰۰ کومانډو او پولیس پر کېفي برید کې ګډون لري.

بنګله دېشي چارواکو ویلي یرغمل کوونکي شپږ یا اته کسان وو.

د انځور حقوق HA
Image caption دغه کېفې په هغه سیمه کې ده، چې شاوخوا کې یې یو شمېر سفارتونه موقعیت لري.
د انځور حقوق HA

دغه کېفې په هغه سیمه کې ده، چې شاوخوا کې یې یو شمېر سفارتونه موقعیت لري.

رپوټونه وايي دغه کیفې ته معمولاً د متوسط عاید لرونکي ځايي اوسېدونکي، دیپلوماتان او بهرنیان ورځي.

ډاکه کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې د ډزو او تښتونو په اړه یې رپوټونه تر لاسه کړي دي.

د انځور حقوق focus bangla
Image caption د بنګله دېش یوه دولتي ویاند ویلي، د یرغمل کوونکو او پولیسو په متقابلو ډزو کې دوه پولیس وژل شوي او ۳۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق
Image caption امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او چاڼیز عملیات یې پيل کړي دي

له یرغمل وروسته د "اسلامي دولت" (داعش) اړوندې یوې وېبپاڼې (اعماق) لیکلي، وسله والو یې پر یوې کېفې برید کړی چې ډېری بهرنیان پکې وو او د بېلابېلو هېوادونو نژدې ۲۰ کسان یې وژلي، خو تر اوسه دغه رپوټ نه دی تایید شوی.

سیمه ییزو رسنیو د عيني شاهدانو له خولې ویلي، برید کوونکو د برید پرمهال د "الله اکبر" نارې وهلې.

د انځور حقوق Reuters