'توغندی وتوغول شو، وبښئ دا یوه تېروتنه وه'

تایوان کې چارواکي وايي سمندري پوځ یې په تېروتنه سوپر سانک یا له غږه چټک توغندی توغولی، چې پایله کې یې یو کس ووژل شوو او درې ټپیان شوي.

د تایوان مرکزي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د سمندري پوځ کښتۍ په کوسوونګ سیمه کې ګزمه کوله، چې سیونګ فینګ نومي توغندی په تېروتنه له کښتۍ وتوغول شو.

میزایل د چین لور ته توغول شوی و، چې پینګو ټاپو کې پر یوې کښتۍ ولګېد او یو تایوانی سړی یې وواژه.

دغه توغندی تر ۳۰۰ کیلومتره واټن پورې ګوزار کولای شي. توغندی داسې مهال توغول شوی، چې چین کې د کمونیست ګوند د واکمنۍ ۹۵ مه کلیزه لمانځله کېږي.

د سمندري پوځ له مرستیال امیرالبحر نه پوښتنه وشوه، چې دغه پېښه به د چین او تایوان پر اړیکو څه ډول اغیز وکړي؟

نوموړي وویل، د پینګو ټاپو دفاع وزارت ته یې د پېښې په اړه معلومات ورکړي او په اړه یې څېړنه کېږي. تر اوسه معلومه نه ده، چې تایوان چینایانو ته په دې اړه مخامخ معلومات ورکړي که نه.

چین تایوان خپل یو ولایت بولي او دریځ یې دا دی چې که د زور له لارې هم وي باید یوه برخه یې شي.

د چین د سلګونو توغندیو مخونه د تایوان پر لور دي. د تایوان ولسمشره سای اینګ وین، چې د پوځ مشره هم دی، دا مهال له هېواده بهر دی.