سپینه ماڼۍ: ډرون بریدونو لږترلږه ۱۱۶ ولسي وګړي وژلي

د انځور حقوق Reuters

د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي، په وروستیو اوو کلونو کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو بریدونو په بهر کې جګړه ییزو سیمو کې د ۶۴ او ۱۱۶ ترمنځ ولسي وګړي وژلي دي.

دغه شمېرې د جمعې په ورځ (جولای لومړۍ، چنګاښ یوولسمه) خپرې شوې چې تر اوسه د بشري حقونو د بنسټونو له خوا د خپرو شویو شمېرو پرتله ډېرې ټیټې دي.

د سپینې ماڼۍ له خوا په خپرو شویو شمېرو کې له ۲۰۰۹ کال پیل د ۲۰۱۵ کال تر پایه د څارګرو الوتکو بریدونو ته اشاره شوې ده.

دا راپور پر داسې مهال خپور شوی، چې د ولسمشر اوباما حکومت څه موده وړاندې د پوځي عملیاتو د روڼتیا په خاطر امر وکړ چې پنتاګون هر کال د هوايي بریدونو پرمهال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېرې په عمومي توګه خپرې کړي.

د بشري حقونو ډلو په وار وار امریکا تورنه کړې ده چې په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه دقیقې شمېرې پټوي.

د تحقیقي ژورنالستانو ټولنې، چې مرکز یې په لندن کې دی، په یمن، پاکستان او سومالیا کې د امریکا د بط پیلوټه الوتکو بریدونو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېرې د ۴۹۲ او ۱۱۰۰ کسانو ترمنځ اعلان کړې دي.

دغه شمېرې له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر اوسه پورې د دغو بریدونو په تړاو وې.

که څه هم سپینې ماڼۍ پخپلو تازه شمېرو کې د ولسي مرګ ژوبلې د دقیقو ځایونو له یادولو ډډه کړې ده، خو وايي چې دغه بریدونه په عراق، سوریه او افغانستان کې شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption وړاندې د پاکستان دولت اعلان کړی و، چې د ۲۰۰۹ کال له جنورۍ نه د همدې کال تر دسمبر میاشتې پورې د امریکا د څارګرو الوتکو په بریدونو کې نژدې ۷۰۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

وړاندې د پاکستان دولت اعلان کړی و، چې د ۲۰۰۹ کال له جنورۍ نه د همدې کال تر دسمبر میاشتې پورې د امریکا د څارګرو الوتکو په بریدونو کې نژدې ۷۰۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

ورته مطالب