څنګه مې د هندي ګوګړو ۲۵ زره انتیک ډبي راټول کړل

د انځور حقوق
Image caption د ویمکوشرکت د ګوګړو پر دې ډبيو باندې چې د کولکسیون جوړولو لپاره دي، نجومي نښې چاپ شوې دي

ما په جدې ډول له ۲۰۱۲ راهیسې د ګوګړو ډبي راټولول

ما د نړۍ له بېلابېلو سرچینو څخه د هند د ګوکړو ډبيو د صنعت په اړه شیان راټولول لکه له سوداګرو، د لیلام ځایونو، بازارونو او داسې نورو.

په راټولې شوې مجموعې (کولکسیون) کې راز راز شیان وو چې په بېلابېلو برخو مې ویشلي وو.

زما وروستی نندارتون د "د ګوکړو ډبيو لیبلونه او کومه کیسه چې هغوی يې کوي" نومیده. په دې نندارتون کې د ګوکړو ډبيو جوړولو صنعت د ټول تاریخ په اړه ځینې مهم موضوعات شامل وو.

ما د خپلو ۲۵،۰۰۰ ډبيو له کولکسیون څخه ۵،۰۰۰ ډوله ډبي چې بېلابېل لېبلونه یا نښې يې درلودلې نندارې ته وړاندې کړې.

اې اي ماچوالا

د انځور حقوق

اې اي ماچولا د ګوګړو د ډبيو یو لومړنی ډول و چې سلفر په کې کارول شوي وو. دغې شرکت د مهارا شترا ایالت لوېدیځ ښار ممبی او د ګجرات ایالت د کامبی ښار کې خپلې کارخانې جوړې کړې وې، او د دویمې نړیوالې جګړې وروسته کلونو پورې يې د ګوکړو ډبيو سوداګري کوله.

د ویمکو امبرنات

د انځور حقوق

د ویمکو شرکت د ګوکړو ډبي عربي هېوادونو ته صادرول. پر ډبي باندې په هندۍ ژبه، امبرنات، لیکل شوي وو، چې دا د مهارا شترا ایالت په لوېدیځ کې د ویمکو شرکت د لومړۍ جوړې شوې کارخانې د ځای نوم و.

د ویمکو شرکت په لږو ډبيو باندې په هندۍ ژبه لیکنې شوې او دا ډبي د ډېرې مودې لپاره نه پاتې کېدل. پر دې ډبي باندې یوه وړه بېړۍ انځور شوې ده چې د هغوی یوه عامه تجارتي نښه نه وه.

د ملتپالنې لېوالتیا

د انځور حقوق

د ګوکړو پر ډبی باندې دغې لیکنې، په ۱۹۰۵ کال کې له هند څخه د بنګال د سیمې د جلاکېدو په وخت کې د سوادیشي (پر خپل ځان اتکا) غورځنګ ستاینه کوله. د هند د خپلواکۍ مبارزې په وخت کې د بریتانوي تجارتي توکو د تحریم (نه رانیولو) غوښتنو وروسته، د ګوکړو پر ډبيو باندې یو شمېر هندي لیکنې (لیبلونه) پیل شوې.

ډېری شرکتونو د ملتپالنې لیوالتیا د څرګندولو لپاره د خپلو ګوګړو پر ډبيو باندې په هندي ژبه لیکنې کولې. د ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ کلونو د ګوکړو د ډبيو لیکنې (لیبلونه) د هند د خپلواکۍ د مبارزې کیسه بیانوي. په ځینو دغو لیکنو کې له خپلواکۍ سره تړلیو ځینو مهمو شخصیتونو ستاینه شوې.

د بهاونګر ایالت د شهزاده تاج

د انځور حقوق

باورکېږي چې د ګوګړو دا ډبي د ګجرات په لوېدیځ ایالت کې د بریتانوۍ واکمنۍ په وخت کې د بهاونګرشاهي کورنۍ د شخصي کارونې لپاره جوړ شوی وو. د دې ډول ډبيو په اړه ډېر معلومات نشته ځکه چې هغه وخت په دې اړه معلومات نه ساتل کېدل او اوس يې په اړه څېړنې آسانه نه دي.

د فلمونو په تړاو

د انځور حقوق

په ۱۹۵۰ کلونو کې د بالیووډ زیاترو فلمونو په اړه تبلیغات د ګوګړو پر ډبيو باندې کېدل. د ګوګړو پر ځینو ډبيو باندې حتی د پاکستاني فلمونو په اړه هم لیکنې شته دي. په اوسني وخت کې هم د ګوګړو پر ډبيو باندې د فلمي لوبغاړو او فلمونو انځورونه او پوسټرونه خپرېږي