د بغداد خونړي برید د قربانیانو شمېر ۱۶۵ ته ورسېد

د انځور حقوق
Image caption د عراق حکومت د دغه خونړي برید له کبله په ټول هېواد کې درې ورځې ملي ویر اعلان کړی دی.

په داسې حال کې چې د عراق حکومت د امنیت د خوندي کولو ژمنه کړې، بغداد کې د یکشنبې ورځې د خونړي ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۱۶۵ او د ټپیانو شمېر ۲۲۵ کسانو ته رسېدلی.

د عراق حکومت د دغه خونړي برید له کبله په ټول هېواد کې درې ورځې ملي ویر اعلان کړی دی.

لومړی بريد په یوې لارۍ کې د چاودېدونکو توکو په وسيله يوه رسټورانټ ته نژدې د ګڼې ګوڼې په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شو چې خلکو د اختر لپاره خریداري کوله.

ژغورونکي وايي‌ په دې برید کې د کورنیو بشپړي غړي وژل شوي‌ او ځینې قربانیان دومره سوځېدلي‌ چې نه پېژندل کېږي.

اسلامي دولت نومې ډلې د دغو بريدو پړه پر غاړه اخيستې ده.

د عراق لومړی وزیر سیمې ته ورغلی و خو د خلکو له نیوکو سره مخ شو.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters
Image caption دا په روان میلادي کال کې ترټولو خونړۍ برید و.

دا برید په داسې وخت کې تر سره شوی چې څو ورځې وړاندې عراقي ځواکونو له داعش نه د فلوجې ښار نیول عملیات تر سره کړل.‌ د فلوجې ښار له ډېرې مودې راهیسې د داعش په ولکه کې و.

عراقي چارواکي وايي، داعش پر بغداد د برید لپاره له فلوجې ګټه اخسته.

د رپوټونو له مخې، د کرادې سیمې په چاودنه کې چاودېدونکي توکي په یوه یخچال کې ځای پرځای شوي و چې یوه پر یوه موټر بار و.

د انځور حقوق AFP
Image caption په وروستیو څو مياشتو کې "اسلامي دولت" نومې ډلې د عراق په بېلا بېلو برخو کې دې ته ورته بريدونه ترسره کړي
د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق EPA

دا په روان میلادي کال کې ترټولو خونړۍ برید و.

اسوشېټډ پرېس د عراقي چارواکو په حواله ویلي چې په کراده کې چاودنه کې تر ډېره ماشومان وژل شوي دي.

په وروستیو څو مياشتو کې "اسلامي دولت" نومې ډلې د عراق په بېلا بېلو برخو کې دې ته ورته بريدونه ترسره کړي، چې درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AP

ورته مطالب