غزې ته تلونکې په مرستو بار ترکي بېړۍ اسرائیلو ته رسېدلې

د انځور حقوق AFP
Image caption د "لیډي لیلا" په نامه دغې بېړۍ کې خوراکي توکي، کالي او د ماشومانو لوبتوکي بار دي. په پام کې ده چې بېړۍ د کوچني اختر په رارسېدو غزې ته ورسېږي.

له ترکیې نه د غزې تراډې اوسېدونکو ته په بشري مرستو بار بېړۍ د اسرائیلو "اشدود" بندر ته رسېدلې ده. د "لیډي لیلا" په نامه دې بېړۍ کې ۱۱ زره ټنه بشري مرستې بار دي.

دا له ۲۰۱۰ کال راهیسې غزې ته د ترکیې لومړنۍ بشري مرستې دي. اسرائیلي کومانډو په یاد کال د ترکیې د بشري مرستو یوه بار "فلوتیلا"بېړۍ په نښته کړه، چې لږترلږه لس ترکي فعالان پکې ووژل شول.

دغې پېښې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې ډېرې ترینګلې کړې، چې تر څو کلونو پورې یې دوام وکړ، خو دواړه هېوادونه تېره اونۍ د خپلو اړیکو پر بیا رغولو سلا شول او د تېرې سې شنبې په ورځ یې په دې تړاو یوه هوکړه هم لاسلیک کړه.

د "لیډي لیلا" په نامه دغې بېړۍ کې خوراکي توکي، کالي او د ماشومانو لوبتوکي بار دي. په پام کې ده چې بېړۍ د کوچني اختر په رارسېدو غزې ته ورسېږي.

دا توکي په اشدود بندر کې له بېړۍ راکوز کړل شوي چې د ځمکې او اسرائیلو له لارې به غزې ته ولېږدول شي.

د اسرائیلي کومت یوه ویاند اورین روزینبلاټ ویلي، مرستندویه بېړۍ "د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ له هوکړې وروسته د هغې د سم لاسي عملي کېدو پیلامه ده، د اسرائیلو حکومت هڅه کوي له اختر وړاندې غزې ته دغه ترکي مرسته شوي توکي ورسول شي".

اسرائیلو او ترکیې د جون پر ۲۷مه پر ځینو ټکو هوکړه وکړه، چې غزې ته د ترکي مرستو رسولو اجازه هم پکې ده او دا چې په غزې تراډه کې به د زېربنايي پروژو تطبیقېدل هم وي.

په پام کې ده چې دواړه هېوادونه د سفیرانو په استولو خپل دیپلوماتیک اړیکي هم پیل کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر بینالي یلدریم وویل "اسرائیلو د ۲۰ میلیون ډالرو جبران منلی دی".

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، یاده هوکړه به سیمې ته "ټیکاو" راولي.

اسرائیلو په ۲۰۰۶ کال وروسته تر هغه پر غزې بندیز ولګاوه، چې د اسلامي مقاومت (حماس) ډلې یو اسرائیلی پوځي یې بندي کړ. مصر او اسرائیلو هم په ۲۰۰۷ کال پر غزې تراډې د حماس تر لاسبري کېدو وروسته کړۍ تنګه کړه.

ملګرو ملتونو دغه بندیز وغانده. د دغه سازمان سرمنشي بان کي مون تېره میاشت پر غزې تراډې بندیز "د غندلو وړ ډله ییزه سزا" وبلله.

Image caption اسرائیلو دغه بندیز وغانده. د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون تېره میاشت پر غزې تراډې بندیز "د غندلو وړ ډله ییزه سزا".

ورته مطالب