بهر کې اماراتي وګړو ته د دودیزو کالیو اغوستو خبرداری

Image caption د منهالي د نیول کېدو خپره شوې وېډیو - چې یوه پولیس ډکه کړې وه – د جمعې په ورځ د (نیوز NEWS) خبري اژانس له خوا خبره شوه.

د عربي متحده اماراتو دولت له خپلو وګړو غوښتي چې له هېواد بهر دې خپل ملي لباس نه اغوندي، دوی دغه پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې د اماراتو یو وګړی په امریکا کې د خپل ملي لباس د غوستلو په خاطر بندي کړل شو.

د احمد منهالي په نامه یو سوداګر د امریکا اوهایو يه په یوه هوټل کې ونیول شو. د هوټل چارواکو ویلي دوی داسې فکر کاوه چې دی "ترهګر" او په "اسلامي دولت" نومې ډلې پورې اړه لري.

د عربي متحده اماراتو د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ خپلو وګړو ته یو سپارښتنلیک خپور کړ او له هغوی یې وغوښتل چې په بهر کې د خپلو جامو اغوستلو په اړه محتاطانه اوسي.

وزارت وايي، اماراتي وړي باید د "خپل ځان د خوندیتابه" لپاره له دودیزو جامو اغوستلو ډډه وکړي، خو د اوهایو پېښې ته کومه څرګنده نغوته (اشاره) پکې نه ده شوې.

"دوی وحشي وو"

د منهالي د نیول کېدو خپره شوې وېډیو - چې یوه پولیس ډکه کړې وه – د جمعې په ورځ د (نیوز NEWS) خبري اژانس له خوا خبره شوه.

په وېډیو کې پوځي پولیس ښکاري چې یو سړی له کېکاږلوسره له هوټله راوباسي او له تالاشي کولو مخکې یې په زور پر ځمکه پرېباسي.

ښاغلي منهالي چې عربي دودیز کالي اغوستي وو، سپین چلتار او سپین اوږد کمیس ورسره وو، ډېر ځله وپوښتل چې ولې پولیسو هر ځای دراوه.

منهالي د عربي متحده اماراتو ملي ورځپاڼې ته وویل:

"دوی له ما سره وحشیانه رویه وکړه، دوی زما پر شا فشار راوړ. شا مې څو ځایه ټپي شوه او وینې ترې وبهېدې".

د سیمې ښاروال او د پولیسو مشر له مهالي بښنه غوښتې ده.

د اماراتو د کورنیو چارو وزارت خپلو ښځینه وګړو دا هم غوښتي چې بهر ته د سفر کولو پرمهال باید خپل ټول مخ پټ نه کړي.

په تېره اپرېل میاشت کې، د امریکا کلیفورنیا ایالت کې د پوهنتون یو عراقی محصل د الوتکې له سفره ځکه راوګرځول شو، چې په عربي ژبه له یوه خپلوان سره غږېده.

ورته مطالب