مرکزي او سویلي چین کې سیلابونو ۱۸۰ کسان وژلي

چین کې چارواکي وايي د یانګزه سیند شاوخوا سیمو کې له ګن باران وروسته سیلابونو ۱۸۰ کسان وژلي دي.

د مرکزي او سویلي چین په اوو ایالتونو کې له ۱۰ تر ۵۰ سانتي مترو باران ریکارډ شوی او دغه راز په یوه ساعت کې د ۱۶۰۰ کیلومتره په چټکتیا بادونه چلیږي.

چارواکي وايي ۴۵ کسان اوس هم بې درکه دي او ۳۳ میلیونو کسان د باران، توپان او سیلابونو له کبله اغیزمن شوي دي.

په ځینو سیمو کې د باران له کبله د اورګاډي پټلۍ هم اوبو وړې او د تګ راتګ لارې تړلې دي.

د چین دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې وژل شویو کې د ګویژو ایالت ۲۳ کسان هم شامل دي، چې د خاورینې غونډۍ ښوېدو له کبله ووژل شوو او هوبي ایالت ویوهان ښار کې د دیوال ړنګېدو له کبله اته کسان وژل شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي ۴۵ کسان اوس هم بې درکه دي

د ساوت چاینا مارننګ پوسټ په رپوټ کې تر راتلونکې چهارشنبې پورې سویلي او لوېدیځ چین کې د نورو ګڼو بارانونو وړاندوینه شوې.

د انځور حقوق CNS
Image caption د چارواکو په وینا سلګونه زره کسان د سیلابونو له کبله اغیزمن شوي
د انځور حقوق Getty
Image caption د هوا پېژندنې ځايي ادارې د نورو ګڼو بارانونو وړاندوینه کړې
د انځور حقوق Getty
Image caption ډېری سیمې سیلابي اوبو لاندې کړې او د تګ راتګ لارې تړلې دي
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters
Image caption د سیلاب تر څنګ چټکو بادونو هم زیانونه اړولي دي
د انځور حقوق AFP