د هند تر ټولو شتمن معبد اووه ټنه سره زر لري

Image caption دغه معبد ته راتلونکي کسان د بسپنې صندوقونو کې نغدې پېسې او ګاڼه اچوي

د هند کې خلک سره زر ډېر خوښوي، د ودونو لپاره، د خوښيو پر مهال او د مذهبي مراسمو لپاره، هندیان د ډالۍ په توګه د زرو ورکړه خوښوي.

داسې هم ویل کېږي، چې هندیانو په کورنو، کاروباري مرکزونو او مذهبي عبادت ځایونو کې تر ۲۰ زره ټنه پورې سره زره زېرمه کړي دي. خو د دغه ګران بیه فلز له کبله د هند حکومت وارداتي لګښت هم ډېر شوی دی.

Image caption د سرو زرو ویلي کولو کار ځای

لامل یې دا دی، چې د اړتیا پوره کولو لپاره حکومت اړ دی، چې سره زر له بهره وارد کړي او د خلکو په کورونو او معبدونو کې پراته زر د هېواد په اقتصاد کې نه کارول کېږي.

اوس حکومت غواړي دغه زېرمه شوي زر د ګرځنډ اقتصاد برخه شي او د دې لپاره ویل کېږي، چې شتمن هندوان په دې برخه کې له حکومت سره ډېره مرسته کولای شي.

د هند مرکزي اندراپردېش ایالت تروملاپتي معبد د هند تر ټولو شتمن معبد بلل کېږي، چې ویل کېږي اووه ټنه سره زر لري او هره ورځ ورته راتلونکي کسان سره نور زر ډالۍ کوي.

دغه معبد ته راتلونکي کسان د بسپنې صندوقونو کې نغدې پېسې او ګاڼه اچوي، چې په ځانګړې توګه سره زره پکې شامل دي.

Image caption د حکومت سرو زرو ټولولو پلان

دغه معبد لومړی هغه دی، چې د حکومت پلان کې یې ونډه اخیستې. د هغو سرو زرو له کبله، چې دغه معبد حکومت ته ورکړي، معبد ته سود ورکول کېږي.

د معبد ادارې پنجاب بانک کې نژدې یو اعشاریه درې ټنه سره زره ایښي دي. په مرکزي بانک کې یو ټن سره زر هم اداره د همدې لپاره لیږدوي. د معبد ادارې د هند اوورسیز بانک کې هم یو نیم ټن سره زر ساتلي دي.

د معبد چارواکي وايي، د هند حکومت د ګولډ ډپازټ پلان له مخې یې نژدې څلور نیم ټنه سره زر بانکونو ته ورکړي، چې وايي معبد ته د سود په بڼه هر کال له دې کبله د ۸۰ کیلو سرو عاید تر لاسه کېږي.

Image caption سره زر د خښتو یا ګاڼو په بڼه ساتل کېږي

د ممبۍ شري سدي ونایک نومي معبد چارواکو ویلي دوی هم غواړی د همدې پلان له مخې ۴۵ کیلو سره زر بانکونو ته وسپاري او یو شمېر نور معبدونه هم په دې اړه غور کوي.

د حکومت د پلان له مخې هر څوک کولای شي د سروزرو ګاڼه په بانک کې کېږدي او بدل کې یې سود تر لاسه کړي.

Image caption له ارزونې وروسته سره زر په بانکونو کې ساتل کېږي

د دغه پلان له مخې لږ تر لږه ۳۰ ګرامه سره زر بانک ته سپارل کېدای شي او وروستۍ کچه یې معلونه نه ده.

د زېرمه شویو سروزرو په بدل کې د سود په توګه سره زر هم تر لاسه کېدای شي. د سروزرو اصلیتوب معلومولو او سپارلو لپاره ځانګړي مرکزونه رغول شوي دي.

بانک ته د سپارل شویو زرو د وزن له حسابه ګټه ورکوله کېږي او د وخت له تېرېدو سره د سروزرو بیې لوړېدو ګټه هم پانګوال ته رسېږي.

دې سره د دغو زرو عاید له ځینو مالیو پرته پانګوال ته ورکول کېږي.