مدینه منوره کې نبوي جومات ته څېرمه ځانمرګي برید ۴ کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters

یو ځانمرګي د سعودي عربستان په مدینه منوره ښار کې د نبوي جومات سره نژدې چاودنه کړې ده.‌ ویل کېږي‌ برید د موټرو تم ځای سره نژدې د ساتندویانو په یوه مرکز شوی دی. په برید کې څلور ساتندویان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

دغه برید د روژه ماتي په وخت کې ترسره شوی دی.

په هغو تصویرونو کې، چې پر ټولنیزو رسنيو خپاره شوي، د ګاډو تم ځای کې یو ګاډی لیدل کېږي، چې لمبې پرې بلیږي او څنګ ته یې د امنیتي ادارو دوه کسان پراته دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت وايي بریدګر هغه مهال چاودنه وکړه چې ساتندویانو نبوي جومات ته د ننوتلو په وخت کې ودرولو.

که څه هم دم ګړۍ معلومه نه ده، چې دغه بریدونه چا کړي خو ځینې داعش ته د شک په سترګه ګوري.

د انځور حقوق Zillur Rehman
Image caption العربیه تلویزیون د دې پېښه په اړه بیا وايي‌ د بریدګر موخه ساتندویان وو او له دوی سره د روژه ماتي په پلمه ځان نژدې کړی وو.

العربیه تلویزیون د دې پېښه په اړه بیا وايي‌ د بریدګر موخه ساتندویان وو او له دوی سره د روژه ماتي په پلمه ځان نژدې کړی وو.

د سویلي افریقا ۳۶ کلن قاري زید پټیل چې د پېښې پر وخت په جومات کې وو رسنیو ته ویلي چې خلکو لومړی داسې فکر کوو چې د روژه ماتي لپاره د توپ غږ دی. خو چاودنه دومره درنه وه چې ځمکه یې ښوروله. داسې غږ یې وکړ لکه کومه ودانۍ چې را لوېدلي وي.

دغه پېښه په ختیځ ولایت القطیف کې د شیعه ګانو پر یوه جومات له ځانمرګي برید وروسته شوې ده.

په هغه برید کې بریدګر ووژل شو، خو د نورو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

له دې مخکې جده ښار کې د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه یوه ځانمرګي برید کې د امنیتي ځواکونو دوه کسان ټپیان شوي وو.

تر اوسه ددغو بریدونو پړه چا نه ده منلې.

غندنې

مصر، عربي متحده اماراتو او بحرین د سعودي بریدونه غندلي دي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په روژې میاشت کې د نبوي جومات بهر دا برید "په ډاګه کوي چې ترهګري هېڅ دین او ایمان نه لري".

د اماراتو رسمي خبري اژانس هم ویلي، په سعودي کې ټیکاو "د اماراتو د دولت له ټیکاو او په ټوله کې د سیمې له ثبات سره ټینګ تړاو لري".

د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي ایاد بن آمین مدني، چې په سعودي کې یې مرکز دی، دغه برید د سعودي د ټیکاو ګډوډولو یوه هڅه بللې ده.

مدني زیاتوي، په سعودي کې امنیت "د سیمې د امنیت او ټیکاو د بنسټ ډبره ګڼل کېږي".

د لبنان حزب الله ډلې پر نبوي جومات داغ برید غندلی. حزب الله ویلي د روژې مبارکې میاشتې په وروستیو ورځو کې پر سپېڅلو ځایونو بریدونه په ډاګه کوي چې "ترهګر د مسلمانانو پر سپېڅلو ځایونو ته هېڅ درناوی نه لري، چې ټول مسلمانان یې درناوی کوي".

حزب الله وايي، په ترکیه، عراق، بنګله دېش او لبنان کې وروستي بریدونه په ډاګه کوي چې "دغه وبا جدي درملنې ته اړتیا لري".