ټوني بلېر د عراق جګړې قربانیانو په اړه غم او خواښیني څرګنده کړه

د انځور حقوق Getty Images

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلېر ویلي له واکه د صدام حسین لرې کولو له کبله د لیبیا کیمیاوي او اتومي وسلو پروګرام پای ته ورسېد او د پاکستان ډاکټر خان شبکه وتړله شوه.

د عراق جګړې کې د بریتانیا ګډون په تړاو د چیلکاټ رپوټ ته غبرګون کې نوموړي اږده وینا وکړه او په تفصیبل یې د هغو حالاتو یادونه وکړه، چې په دغه جګړه یې د ګډون پرېکړه کړې وه.

د نوموړي په خبره د عراق جګړه کې ګډون یې د لس کلن حکومت تر ټولو ګرانه او ځورونکې پرېکړه وه.

د رپوټ په اړه د غبرګون څرګندولو پر مهال پخواني لومړي وزیر وویل، په بشپړ ډاډ سره د هغې پرېکړې ټول مسوولیت مني.

د نوموړي په خبره دی د دغې موضوع په اړه د نظر په اختلاف خبر دی او په ټول خلوص سره د هغو کسانو درد او غم محسوسوي، چې په دغه جګړه کې یې خپل خپلوان په پوځ کې له لاسه ورکړل، که هغه بریتانوي پوځ کې وو، که د کوم بل هېواد په پوځ کې او عراقیان وو.

د چیلکاټ رپوټ په اړه ټوني بلېر وویل، د صدام حسین خلاف یې د عملیاتو پرېکړه په ښه نیت کړې وه او په دې باور دی، چې دغه پرېکړه د بریتانیا د ګټو لپاره وه.

نوموړي وویل، مني، چې چیلکاټ رپوټ کې له امریکا سره د اړیکو، چمتوالي، پلان جوړولو او تګلارې په اړه کره نقد شوی دی:

زه له هر ډول استثنا پرته خپلې تېروتنې منم خو زه به دا هم ووایم، چې سره له دې چې د نوموړي په وینا د صدام حسین لري کول د ده په فکر مناسب و او زه دا نه منم، چې ګواکې د صدام حسین لرې کولو له کبله موږ منځني ختیځ او یا نورو سیمو کې ترهګري وینو.

ټوني بلېر وايي د صدام حسن حکومت نسکورولو د پرېکړې په اړه څوک زما پرېکړه سمه بولي او که اختلاف ورسره کوي، خو ما دا هر څه له ښه نيته کړي او دا وايي چې په اند یې د هېواد په ګټه چاره وه.