ډونالډ ټرمپ: مېرمن کلینټن امریکا له خطر سره مخامخ کړې

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي، چې مېرمن کلینټن د بل هر چا پرتله د ولسمشرۍ لپاره ډېره وړتیا لري

د امریکا متحدو ایالتونو کې د جمهوري ګوند له لوري ولسمشرۍ سیالیو ته ممکنه کاندید ډونالډ ټرمپ وايي، د هیلري کلینټن لخوا د شخصي برېښنالیک کارولو ' ټول هېواد له خطر سره مخامخ ' کړی.

د امریکا سویلي کارولینا ایالت کې یوې غونډې ته وینا کې ټرمپ وویل، د ایف بي ای له لوري د مېرمن کلینټن مجرمه نه بلل په هېواد کې د ټګي برګي شتوالي څرګنده بېلګه ده.

ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري ګوند او مېرمن کلینټن د دیموکرات ګوند له لوري ممکنه کاندیدان دي.

تمه کېږي، د روانې میاشتې وروستیو کې به دواړه په رسمي توګه د خپلو ګوندونو نوماندانو په توګه اعلان شي. د ایف بي ای مشر جیمز کومې ویلي و، هیلري کلینټن د محرمو معلوماتو لړ کې بې پروايي کړې، خو وايي اداره به یې د هغې خلاف د دوسیې پرانیستلو وړاندیز و نه کړي.

غونډې ته وینا کې ټرمپ وویل، د 'هېواد اداره هیلري کلینټن ساتي،' خو د هغې برېښنالیکونه هېک کېدای شوای او 'هېواد یې له خطر سره مخامخ کړی' دی.

د نوموړي په خبره د 'پرېکړې په اړه د هغې وړتیا خورا ناسمه ده' او ' دا به یوه ډېره ناوړه ولسمشره یې.' له ټرمپ سره سره د نوموړي د ګوند یو شمېر نورو مشرانو هم د ایف بي ای پر پرېکړې نیوکې کړې.

بل لور ته د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي، چې مېرمن کلینټن د بل هر چا پرتله د ولسمشرۍ لپاره ډېره وړتیا لري.

د مېرمن کلینټن د ټاکنیزو منډو ترړو ویاند د ایف بي ای پرېکړه ستایلې او وايي د هغې د شخصي برېښنالیک کاروول یوه ' تېروتنه 'وه.