په چیلکاټ رپوټ کې ځانګړي ټکي

د انځور حقوق PA

د عراق جګړې په اړه د ارزونې کمېټې مشر جان چیلکوټ رپوټ، چې د اوو کلونو مودې کې چمتو شوی، نن وړاندې شو.

رپوټ کاږي، چې په پراخه کچه له ویجاړي کونکو وسلو د عراق پاکولو لپاره د عملیاتو له پیله مخکې ټولې سوله ییزې لارې چارې نه دي لټول شوې.

رپوټ کې هغه ټولې لارې چارې څېړل شوې، چې په حکومتي کچې دغې پرېکړې ته د رسېدو لپاره خپلې شوې.

دې سره له امریکايي چارواکو سره د هغه مهال د بریتانوي لومړي وزیر ټوني بلیر د لیدو کتو او لیکونو ارزونه هم شوې.

دغه رپوټ چې د یوه اټکل له مخې ویل کېږي، یو میلیون پاونډه لګښت پرې راغلی، ټولټال دوه اعشاریه شپږ میلیونه توري پکې ځای شوي دي.

کمېسیون د اوو کلونو مودې کې له سلو ډېر عیني شاهدان غوښتي او پکې یو مهم عیني شاهد پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر دی، چې دوه ځله کمېسیون ته بلل شوی دی.

د رپوټ نور مهم ټکي دا دي

  • هغه مهال پر عراق له برید کولو پرته نورې لارې هم پاتې وې.
  • په پراخه کچه د ویجاړونکو وسلو د خطر خبر بې سببه په باوري توګه وړاندې شوه.
  • له صدام حسین وروسته د عراق حالت سمبالولو لپاره پلان ناکافي و.
  • د جګړې پر قانوني اړخ بحث نه دی شوی.
  • بریتانیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا واک بې اهمیته کړ.
  • د نیمګرو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پالیسي ورغول شوه.
  • ټوني بلېر بوش ته لیکلي و ( هر څه چې کېږي، موږ تاسې سره یو ).
  • ټوني بلېر د امریکايي پالیسي اغېزمنولو خپله وړتیا ناسمه ارزولې وه.