لیډسم سیالي پرېښوده، تیریزا می به د بریتانیا راتلونکې لومړۍ وزیره شي

د انځور حقوق PA Wire
Image caption اندري لیډسم (ښې لور ته) او تریسا مې

د بریتانیا محافظه کار ګوند مشرۍ ته له سیالۍ د اندري لیډسم شاته کېدو سره د هغې د سیالې تریزا می مشري قطعي شوه او داسې ښکاري چې هغه به د بریتانیا راتلونکې لومړۍ وزیره وي. مېرمن مي اوسمهال د کورنیو چارو وزیره ده.

مېرمن لیډسم وویل، دا چې د بریتانیا پارلمان کې د ګوند ۲۵ سلنه استازو ملاتړ لري دې پایلې ته ورسېده چې وبه نشي کولی له اروپایي ټولنې د وتلو بهیر مخته وړلو لپاره به یو پیاوړی او متحد حکومت جوړ کړی شي.

هغې وویل، بریتانیا په اوسنیو حالاتو کې په بیړني ډول یوه پیاوړي لومړي وزیر ته اړ ده او هغه له مېرمن مي ملاتړ وکړي.

مېرمن می تر وروستۍ ټولپوښتنې وړاندې اروپایي ټولنه کې د بریتانیا پاتې کېدو پلوۍ وه، خو تر ټولپوښتنې وروسته یې وویل چې ټول باید پایلو ته درناوی وکړي او ژمنه یې وکړه چې د لومړۍ وزیرې په توګه به له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتل عملي کړي.

هغې ژمنه کړې چې د اروپایي ټولنې له مشرانو سره په خبرو کې به له ټولنې تر وتلو وروسته د بریتانیا ګټو ساتلو لپاره د ښې هوکړې ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي.

د محافظه کار ګوند مشرۍ ته له سیالۍ د مېرمن لیډسم شاته کېدو سره هم مهاله، د بریتانیا پارلمان کې د ګارګر ګوند – د دولت اصلي مخالف ګوند – یوې استازې انجېلا ایګل په رسمي ډول اعلان وکړ چې د خپل ګوند مشر جرمي کوربین به وننګوي.

هغې د کارګر ګوند د کورنیو مقرراتو له مخې، د بریتانیا پارلمان کې د ګوند د زیات شمېر استازو د ملاتړ په جلبولو سره د ګوند مشرۍ لپاره د ټاکنو ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب