لویزیانا کې د پولیسو لخوا د تورپوستي پر وژل کېدو د اعتراضونو دوام

د انځور حقوق AP

په دویمه شپه په پرلپسې ډول د امریکا په لویزیانا ایالت کې په همغه ځای کې چې یو تورپوستی امریکایی د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو، سلګونه کسان د اعتراض په توګه راټول شوي دي.

د الټن سټرلېنګ، ملګري، خپلوان او ماتم کوونکي د باتون رووګ په ښار کې د هغې پلورنځي مخې راټول شوي چې نوموړی پکې د سه شنبې په ورځ ووژل شو.

ځینو اعتراض کوونکو شعار ورکړ چې د "تورپوستو ژوند ارزښت نه لري" او د عدالت غوښتنه يې وکړه.

د چهارشنبې په ورځ یوه نوې ویډیو خپره شوه چې د پولیسو دوو مامورینو سره ددغه ۳۷ کلن سړي شخړه یې څرګندوله.

په دغه ویډیو کې ښاغلي سټرلېنګ په داسې حال کې لیدل کې پر ځمکې پړمخې غورځول شوی او په همدې وخت کې پر هغه د څو ګولیو ډزې کېږي. د شخړې له صحنې د کامرې تر اوښتو وروسته د ځینو مرمیو غږونه د ویډیو په فریم کې اورېدل کېږي.

څو ثانیې وروسته یو پولیس په داسې حال کې لیدل کېږي چې یو شی د دغه کس له پرتوګ نه وباسي. دا داسې مهال دی چې د الټن سټرلینګ په وینو لړلی مړی په ځمکه پروت دی.

پولیسو ویلي، څرګنده شوې چې ښاغلي سټرلېنګ سره وسله وه. پولیس ځکه سیمې ته ورغلي و چې یوه کس د ۹۱۱ بیړني شمېرې سره اړیکه نیولې وه چې یو وسله وال سړی پر سړک ګرځي.

تازه ویډیو د پلورنځي څښتن عبدالله مفلحي ډیلي بیسټ ورځپاڼې ته ورکړ او ویې ویل چې ویډیو ښيي دغه سړی په ډزو د لګېدو پرمهال پولیسو ته هېڅ خطر نه پېښوي.

د انځور حقوق AP

ښاغلی سټرلېنګ چې پنځه ماشومان لري د ډزو په سیمه کې ساه ورکړه او ساعت وروسته یوه لاروي د هغه د مړینې له صحنې یوه ویډیو خپره کړه.

د بلین سالاموني او هووي لیک په نوم دوه پولیس په اجباري ډول رخصت شوي دي.

د امریکا عدلیې وزارت ویلي، د مدني حقونو څېړنې یې پيل کړي او د لویزیانا والي جان بېل اډوارډز د خلکو ارامتیا غوښتنه کړې.

د سه شنبې په شپه نژدې ۲۰۰ کسانو په سیمه کې لاریون وکړ او د چهارشنبې په ورځ په فلادلفیا ایالت کې هم ځینې ناارامۍ رامنځته شوې. نژدې ۷۵ کسانو په دغه ښار کې یوه له ګڼې ګوڼې ډکه لاره وتړله.

ښاغلي سټرلېنګ داسې مهال وژل کېږي چې د پولیسو لخوا د تورپوستو د وژل کېدو پېښو پر سر اعتراضونه په ملي کچه مطرح شوي دي.

د راپورونو له مخې، هرکال له ۱۰۰۰ ډېر کسان ددې هېواد د پولیسو لخوا وژل کېږي او تر ډېره وژل شوي کسان تورپوستي دي.

د انځور حقوق Facebook
Image caption د ښاغلي سټرلېنګ د فیسبوک دغه انځور ډېر امریکایي رسنیو خپور کړی.

ورته مطالب