بارک اوباما د امریکا "دوه قطبي" کېدو ادعاوې ناسمې وبللې

د انځور حقوق AP

د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې د ناټو په ناسته کې د ګډون لپاره پولېنډ ته تللی وایي؛ دده په اند هېواد یې "هغسې چې نور خلک وایي، دوه قطبي شوی نه دی."

ښاغلي اوباما دا خبرې پر سپینې ماڼۍ انتقاد کوونکو ته په ځواب کې وکړې چې په لویزیانا او دالاس کې وژنو ته په اشارې یې ویلي، امریکا د ۵۰ او ۶۰ لسیزو توکمیزو اختلافاتو ته ستون شوی.

په دې وروستیو ورځو کې د پولیسو په ډزو دوه تور پوستي او د یوه پخواني تورپوستي سرتېري لخوا پنځه سپین پوستي پولیس په ډزو ووژل شول.

ښاغلي اوباما پرون وویل، د دالاس پولیسو په نمانځونډه کې د ګډون لپاره اروپا ته خپل سفر لنډوي.

هغه ویلي؛ "له هرډول توکم او قومي مخینې سره د امریکا ټول قشرونه" حتی د لاریون کوونکو لویه برخه، پر هغه څه غوسه دي چې دالاس کې رامنځته شول.

اوباما وویل: "کله چې تاسو په یوه ډول دا خبره کوئ چې دلته ستر تضادونه شته او موږ د ۶۰مې لسیزې حالت ته ورګرځو، دا سمه خبره نه ده."

د انځور حقوق Reuters
Image caption دالاس کې د وژل شویو پولیسو پر موټر د ګلونو ګېډۍ

په تېرو څو ورځو کې په امریکا کې زرګونه کسانو په لویزیانا او مینې سوتا ایالتونو کې په بېلابېلو لاریونونو کې د ګډون له لارې پر دوو تورپوستو د پولیسو پر ډزو اعتراض وکړ.

د جمعې په ورځ (جولای ۸مه) سلګونه کسان په پلازمینه واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شول. په ورته وخت کې په اتلانتا، نیو اورلیون، کلیفورنیا او نیویارک کې هم سترې غونډې وشوې.

د کلیفورنیا په شمال اوکلېنډ کې چې اوسېدونکي یې د امریکا تورپوستو په مدني خوځښت کې اوږده مخینه لري، نژدې ۱۰۰۰ کسانو د لویې لارې په تړلو او خپلو شعارونو سره د خلکو پام ورواړاوه.

ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ په ګڼ مېشته پنسلوانیا ایالت کې هم یو اعتراضي لاریون وشي.

د دوو تورپوستو پر وژنې دا اعتراضونه داسې مهال ترسره کېږي چې د پنجشنبې په ورځ یوه وسله وال په دالاس ښار کې د یوه اعتراضي لاریون پرمهال پر پولیسو ډزې وکړې، پنځه مامورین یې ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل.

۲۵ کلن مایکا جانسن چې ددې پېښې اصلي شکمن پېژندل شوی، وړاندې په پوځ کې دنده ترسره کړې. نوموړی دالاس کې له پولیسو سره جګړه کې د یوه روباټ په مرسته چې ماین پکې ځای پرځای شوی و، ووژل شو.

د انځور حقوق Facebook
Image caption مایکا جانسن د امریکا په پوځ کې اووه کاله دنده ترسره کړې.

ورته مطالب