ملګرو ملتونو سوېلي سوډان کې د جګړو درېدو غوښتنه وکړه

د انځور حقوق EPA

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوېلي سوډان په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتي چې ژر ترژره جګړه پایته ورسوي او د تاوتریخوالو د پراخېدو مخنیوی وکړي.

د امنیت شورا غړو په یوه خوله په دغه سیمه کې جګړه په کلکه وغندله او په ځانګړې ډول د ملګرو ملتونو پر ادارو د بریدونو په تړاو یې غوسه څرګنده کړه.

امنیت شورا همداراز د سوله ساتو ځواکونو د شمېرو لوړېدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هغه څه چې "بې دلیله ترینګلتیا" یې بللې، غندلې ده.

ښاغلي مون زیاته کړه: "دا بې دلیله تاوتریخوالی د منلو نه دی او په بالقوه ډول کولی شي د سولې په بهیر کې تردې مهال ترلاسه شوي پرمختګونه په سیند لاهو کړي."

هغه د دواړو لورو له مشرانو وغوښتل چې ژر ترژره له خپلو سرتېرو وغواړي له جګړې شاته شي.

د انځور حقوق CCTV

په پلازمینه جوبا کې د امریکا سفارت وویل، په پلازمینه کې وضعیت ډېر زیات خراب شوی او له خلکو یې غوښتي له کورونو ونه وځي.

وړاندې په جګړو کې د ۱۰۰ کسانو وژل کېدو راپورونو تر خپرېدو وروسته د سودان د ولسمشر مرستیال یوه ویاند بي بي سي ته وویل، دا هېواد یو ځل بیا کورنۍ جګړه کې ښکېل شوی.

دا جګړې په دغه نوې راټوکېدلي هېواد کې د ولسمشر سلوا کایر او د هغه د مرستیال ریک مچار پلویانو ترمنځ تر څو ورځو شخړو وروسته پیل شوي.

د ولسمشر مرستیال پورې تړلي ځواکونه وایي، دولتي ځواکونو په پلازمېنه جوبا کې د هغوی پر مرکزونو برید کړی.

خو د اطلاعاتو وزیر مایکل ماکوی لوټ ویلي، د جګړې رامنځته کېدو راپورونه رښتینې نه دي.

د ملګرو ملتونو په وینا سلګونو کسانو هڅه کړې ددې سازمان ادارو ته پنا یوسي او پر سیالو ډلو یې د زغم غږ کړی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ولسمشر کایر (ښی اړخ ته) او د هغه مرستیال مچار پلویان سره په جګړه دي.

ورته مطالب