د پاکستان مشهور خیریه کارکونکی عبدالستار ایدهي ومړ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان ایدهي خیریه ټولنې مشر عبدالستار ایدهي په ۸۸ کلنۍ کې ومړ.

د کراچۍ ایس ای یو ټي روغتون ډاکټر مرلي دهرن بي بي سي سره خبرو کې ویلي ښاغلی ایدهي له ځايي وخت سره سم ماخوستن نژدې ۱۱ بجې ومړ.

د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې د ایدهي د زوی فیصل له قوله ویل شوي، چې عبدالستار ایدهي وصیت کې خپلې سترګې خیرات کړې دي.

له دې مخکې فیصل ایدهي له خپلې مور بلقیس ایدهي سره ګډې خبرې غونډې ته ویلي و، چې ډاکټرانو یې پلار روغتون کې د خاص پاملرنې برخې ته لېږدولي دی.

د انځور حقوق AFP

نوموړی له ۲۰۱۳ کال راهیسي د پښتورګو په ناروغي اخته و.

عبدالستار ایدهي له خپلې مېرمنې بلقیس ایدهي سره په شریکه په کراچۍ کې له یوه امبولانس او یوه کوچني کلینک سره خیریه چارې پیل کړې وې، خو اوس یې ټولنه د پاکستان په لر او بر کې په خورا پراخه کچه د امبولانسونو خدمتونو وړاندې کولو تر څنګ د یتیمو ماشومان پالنې مرکزونه، د نشه يي کسانو د درملنې کلینکونه لري.

ګینیزبک اف ورلډ ریکارډز د ایدهي ټولنې نوم په نړۍ کې د امبولانسونو خدمتونو وړاندې کونکي تر ټولو لوی مرکز په توګه ثبت کړی.

د نوموړي مرکز د پاخه عمر داسې ګڼ کسان اوسي، چې بې کوره دي.

د انځور حقوق
Image caption د عبدالستار ایدهي مرکز کې ګڼ داسې ماشومان پالل کېدل، چې لاوارث وو.

لومړي وزیر نوازشریف د ایدهي روغتیا لپاره د نیکو هېلو پیغام لېږلی و.

د عبدالستار ایدهي عمر ۸۸ کاله و او د فیصل ایدهي په وینا له همدې کبله د هغه پښتورګي نه شوای بدلیدای.

د ښاغلي ایدهي مېرمن بلقیس ایدهي، چې خپله هم مخکښه خیریه کارکونکې ده، په خبرې غونډه کې له خلکو غوښتي وو، چې د ایدهي روغتیا لپاره دعا وکړي.

عبدالستار ایدهي د کراچۍ په ای ای یو ټي نومي روغتون کې بستري و، چې دغه روغتون هم د یوې خیریه موسسې پر مټ چارې پر مخ بیايي.