نړیوالې محکمې د چین پر سوېلي سمندر د پیکنګ ادعا رد کړه

د انځور حقوق AFP
Image caption په سیمه کې د امریکا پوځي حضور له چین سره د جګړې رامنځته کېدو اندېښنه رامنځته کړې ده.

یوې نړیوالې محکمې د سوېلي چین پر سمندر د پیکنګ د مالکیت دعوا پرضد رایه ورکړه. د منځګړتوب دایمي محکمې چې دا موضوع یې د فلیپین په غوښتنه وارزوله وویل، داسې هېڅ ثبوت نشته چې چین دې په تاریخي ډول د سویلي چین سمندر پر اوبو او سرچینو ځانګړی کنټرول لرلی وي.

چین چې د محکمې ناسته کې یې له ګډون څخه ډډه کړې وه، دغه حکم "سست بنسټه" بللی او ویلي یې دي چې دوی به محدود نه کړي.

په داسې حال کې چې په سیمه کې د چین پوځي حضور ډېروالی د سیمې د نورو مدعي هېوادونو اندېښنه ډېره کړې، د نړیوال قضایي دیوان رایه به په قطعي ډول ترینګلتیا ډېره کړي.

په څووروستیو کلونو کې چین ددغې سیمې په اوبو کې پوځي مانورې ډېرې کړي په داسې حال کې چې د مهمو نړیوالو سمندري لارو په توګه په دغه سیمه کې د متحده ایالتونو سمندري ځواکونه هم پراخ حضور لري او د سیمې هېوادونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي ټکر اندېښمنه لري.

د سه شنبې په ورځ، د پیکنګ دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز په خپله سرمقاله کې ولیکل چې د لاهه قضایي دیوان رایې ته د چین غبرګون د هغه په محتوا پورې تړلې ده. دغې ورځپانې زیاته کړې، د اختلاف هېڅ ښکېل لوری د جګړې پلوی نه دی، سره له دې هم ټول د ځان پوځي چمتووالي کې بوخت دي.

د قضایي دیوان رایه اجرایي ضمانت نه لري، خو د ګټونکي لوري لپاره سیاسي او اخلاقي امتیاز ګڼل کېږي.

امریکایي سرچینو ویلي، دغې رایې ته د فلیپین، ویتنام او د سوېل ختیځې اسیا نورو هېوادونو او متحده ایالتونو په پرتله د چین غبرګون ټاکونکی دی.

د هغوی په وینا، که چین په سیمه کې د خپل پوځي حضور زیاتولو ته زور ورکړي، نو دا تمه باید ولرو چې د سیمې نور هېوادونه هم پوځي چمتووالي ته لستوڼي بډ وهي او دا احتمال شته چې متحده ایالتونه په دغه سیمه کې د کښتیو چلونې د څارنې او ساتنې لپاره د یوه نړیوال ایتلاف غوښتنه وکړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption چین په سیمه کې خپل پوځي حضور ډېر کړی.

چین تقریبا پر دغو ټولو اوبو او همداراز سمندر کې پر راوتلو ډبرو او ټاپوګانو چې ټول ۳،۵ میلیون کیلومتر مربع ساحه ده د مالکیت ادعا لري. چینایي ځواکونو په سیمه کې خپل شتون پراخ کړی او د فلیپین د کښتیو تګ راتګ او کب نیونې مخنیوی کوي.

فلیپین ددغه اختلاف د حل غوښتنه کړې چې په دغه سیمه کې له طبیعي سرچینو د چین انحصاري ګټه اخستنه ناقانونه بولي.

فلیپین په ۲۰۱۳ کال کې د هاګ محکمې ته خپل شکایت وړاندې کړی و.

د هاګ محکمې وویل، چین د فلیپین د ملي حاکمیت حق نقض کړی. همداراز زیاتوي چې چین په دغو اوبو کې د مصنوعي ټاپوګانو جوړولو له امله د مرجاني ډبرو چاپیریال ته هم سخت زیان اړولی دی.

منځګړې محکمې دا حکم د سمندر قانون په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون (یو ان سي اېل او اېس) پر بنسټ کړی چې دغو دواړو هېوادونو لاسلیک کړی.

دا حکم الزامیت لري، خو د منځګړتوب دایمي محکمه اجرایي واک نه لري.

امریکا ددغې محکمې تر رایې وړاندې سیمې ته الوتکه لېږدوونکې بیړۍ استولې. په ورته وخت کې د چین سمندري ځواکونه هم د پاراسیل ناندریزو ټاپوګانو ته څېرمه پوځي مانورې ترسره کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د چین سوېلي سمندر کې د مسیچیف مجمع الجزایر - څو هېوادونه ددې سیمې د مالکیت او سرچینو پر سر اختلاف لري.

نړیوال قضایي دیوان د چین سوېلي سمندر مالکیت او له سرچینو یې د ګټه اخستنې پرسر د څو هېوادونو د اختلاف په تړاو رایه ورکوي.

ټاکل شوې د محکمې رایه د سه شنبې په ورځ (جولای ۱۲مه) صادره شي، خو چین د محکمې په ناستو کې ګډون تحریم کړی او په دې توګه لرې ده چې د قضاوت رایه، په ځانګړې توګه که ددې هېواد په ګټه نه وي، ومني. چینایي چارواکو ویلي، د لاهې دیوان دې اختلاف ته د رسېدګۍ صلاحیت نه لري.

د چین سویلي سمندر د څو پیړیو لپاره د بېلابېلو هېوادونو د سیالي ډګر و او په دې وورستیو کلونو کې په دې سیمه کې ترنګلتیا په ډېرېدو ده.

تایوان، چین، وېتنام، فیلیپین، مالیزیا او برونیي ټول ددغې سیمې د ټولو یا یوه برخه اوبو او کوچنیو ټاپوګانو د ملکیت ادعا لري.

چین د مصنوعي جزیرې په جوړولو او د سمندري ځواکونو په ګزمو سره هلته خپل قدرت ښيي او هم مهاله امریکا وایي، دې سیمه کې د کښتیو په تګ راتګ د هر ډول محدودیت او د ټولو لورو د "نامشروع ادعاګانو" مخالفه ده.

دې ترینګلتیاوو دا اندېښنه راپیدا کړې چې د چین سویلي سمندر د پارولو پر سیمې بدل شي او پایلې یې نړیوالې وي.

ورته مطالب